ایران د دمشق په غوښتنه په سوریه کښې شتون لري
ایران په محدوده او پلان شوې بڼه او د سوریې د حکومت په غوښتنې او موافقې سره په دغه هیواد کښې موجود دی او دغه شتون په سوریه کښې د ارامښت او ثبات د ټینګښت په موخه دی.
د ایران د خارجه وزارت د عربي او افریقايي چارو مرستیال وویل: د سوریې په کړکیچ کښې د ایراني ځواکونو شتون د سوریې د حکومت په غوښتنه او د تهران او دمشق د موافقو له مخې دی او د بل هیڅکوم سیمه ایز یا نړیوال لوري موافقې ته ضرورت نه لري.
د ایرنا د خبر له مخې حسین جابري انصاري پرون په تهران کښې د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي الیکزینډر لاورِنتیف سره د کتنې ترڅنګ د سوریې په سویل لویدیځ کښې د اوربند ټینګولو لپاره د امریکې او روسیې د موافقې په هکله زیاته کړه: د ایران په تړاو له نورو سره که موافقه و هم شي، د ایران د شتون په هکله به هیڅ عملي او اغیزشیندونکې نتیجه ونه لري.
جابري انصاري زیاته کړه چې ایران په محدوده او پلان شوې بڼه او د سوریې د حکومت په غوښتنې او موافقې سره په دغه هیواد کښې موجود دی او دغه شتون په سوریه کښې د ارامښت او ثبات د ټینګښت په موخه دی.
هغه همداشان په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټ رژیم وروستیو تحرکاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د فلسطین خلک د صهیونیسټي رژیم د پراختیا غوښتنې په وړاندې له مقاومت او دریدنې پرته بله لاره نه لري او د سیمې هیوادونه باید له کورنیو نښتو په لرې کیدو سره د فلسطین د ولس ترڅنګ ودریږي.