چین د سوریې په لړ کښې د ایران د هلوځلو قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i52540-چین_د_سوریې_په_لړ_کښې_د_ایران_د_هلوځلو_قدرونه_وکړه
د سوریې په چارو کښې د چین ځانګړي استازي د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د ایران د هلوځلو قدرونه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2017 03:11 Asia/Kabul
  • چین د سوریې په لړ کښې د ایران د هلوځلو قدرونه وکړه

د سوریې په چارو کښې د چین ځانګړي استازي د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د ایران د هلوځلو قدرونه وکړه.

شيه شیائو یان پرون مازیګر په تهران کښې د چین په سفارت کښې یوه خبري غونډه کښې په دې خبرې سره چې ایران د سیمې یو مهم هیواد دی چې په سوریه کښې ډیر اغیزشیندونکی رول لوبوي، څرګنده کړه: ایران د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره ډیرې هلې ځلې کړې دي.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران او چین ګډ دریځ د کړکیچونو سیاسي هواری دی، زیاته کړه: په سوریه کښې هر اقدام باید د سیاسي بهیر، اوربند، د انساني کړکیچ د هواري او له ترهګرو سره د مبارزې د بهیر د تعقیبونې په اساس غوره شي او د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنی بشپړتیا احترام وشي.

د سوریې په چارو کښې د چین ځانګړي استازي همداشان د داعش ډلې ترهګرو له نیواکه د عراق د موصل له آزادۍ او د سوریې په رقه کښې د ترهګرو له کلابندۍ د خوښۍ په ښودلو سره هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې په خپلو کښې ملګرتیا وکړي او ترهګر نابود کړي.

هغه له دغې خبري غونډې مخکښې په تهران کښې د ایران د نظام د مصلحت پیژاندې ټولنې د سټراټیجکو څیړنو د مرکز له مشر علي اکبر ولایتي سره هم کتلي وو.