اسلامی شورا دامریکاغلیمانه اوترهه ګرواقداماتوسره دمقابلې دپلان کلیات تصویب کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i52996-اسلامی_شورا_دامریکاغلیمانه_اوترهه_ګرواقداماتوسره_دمقابلې_دپلان_کلیات_تصویب_کړل
په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې طرحه، د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن د ټولو غړیو په مثبتو رایو سره تصویب شوه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 29, 2017 13:24 Asia/Kabul
  • اسلامی شورا دامریکاغلیمانه اوترهه ګرواقداماتوسره دمقابلې دپلان کلیات تصویب کړل

په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې طرحه، د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن د ټولو غړیو په مثبتو رایو سره تصویب شوه.

د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن غړیو نن په یوه مهمه غونډه کښې د د دغه هیواد د خارجه وزیر د نړیوالو او حقوقی چارو د مرستیال عباس عراقچې په شتون کښې، په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې طرحه وجاجوله.

په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې طرحه، د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن د ټولو غړیو په مثبتو رایو سره تصویب شوه.

د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست کمیشن په راتلونکې غونډه کښې چې احتمال لری، په راتلونکې اونۍ کښې جوړه شی، په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې جزئیات څیړی.

په عین حال کښې، د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن مشر علاؤ الدین بروجردی د دغه غونډې په پای کښې ټینګار وکړ: په سیمه کښې د امریکا له بلا غوښتونکو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې تصویبیدا، د امریکا د کانګرس د اقدام په وړاندې د ایران په اسلامی شورا کښې د بشپړه  وحدت  ښودونکې ده.

په نړیوالو او حقوقی چارو کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچی هم له دغه غونډې وروسته د خبریالانو په ټول کښې د امریکا، د نویو ایرانی ضده بایکاټونو د قانون  په اړه، د امریکا په دغه نوی قانون سره د برجام د شپږ ویشتمې، اته ویشتمې او نهه ویشتمې مادې د چخڼی کیدا خبر ورکړ او څرګنده یې کړه: ایران به د کانګرس دغه قانون ته سخت ځواب ورکړی . هغه ټینګار کړی ،دایران خارجه وزارت  په  هغې مسودې سره چې  داسلامی شورا دبهرنی سیاست دکمیشن  غړو  دامریکا د نوو بندیزونو په باب  برابره کړې ده ، بریالی دی  او ضرورت لری ،  دامریکا دوحشی ډوله اوغلیمانه اقدام   ته چې  پر جامعې ایتمی موافقې  اغیزې شیندلی شی ،  او  دایران اسلامی جمهوریت ګټې   کمولی شی ، چورلټ ځواب ورکړی .

 دامریکا  کانګرس  د جولائی په پنځویشتمه نیټه دایران دبندیزونو  جامع پلان  په ۴۱۹مثبتو رایو سره تصویب کړی او دغه راز  دامریکا مشرانو جرګې هم  دجولائی په  ۲۷نیټه   دغه پلان ته  رایه ورکړه ..