ایران د یمن د جنګ زرترزره ختمیدو ته هیله من دی
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتو ځانګړی نماینده نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم وګوري.
د ایران د خارجه وزارت د عربو او افریقايي چارو مرستیال وویل: د یمن د کړکیچ د هواري لپاره د ملګرو ملتو هلې ځلې او بریاوې د ښکیلو لورو ترمینځ اعتماد جوړونې لپاره د دغه سازمان د بشپړ بې پلویتوب په خیال ساتنې پورې شرطمنې دي.
حسین جابري انصاري نن په تهران کښې د یمن لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي اسماعیل ولد الشیخ احمد سره له کتنې وروسته، شوې خبرې اترې ښې او رغنده وبللې او زیاته یې کړه: د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو استازی هڅه کوي چې په روانو حالاتو کښې د یمن سیاسي کړکیچ په فعاله توګه تعقیب کړي.
جابري انصاري څرګنده کړه: ایران ته د اسماعیل ولد الشیخ احمد راتګ د یمن د کړکیچ د هواي کامیابولو ته د مرستې د جلبولو لپاره ځینو هیوادونو ته د هغه د سفر یوه برخه ده.
د ایران مرستیال خارجه وزیر د یمن د کړکیچ د زرترزره هوارولو لپاره د ملګرو ملتو له هلوځلو د ایران پر ملاتړ په ټینګار سره هیله وښودله: د ملګرو ملتو په عملیاتو طرحو او د عمل په نوښت سره د یمن د ولس کلابندي او پر دغه هیواد تپل شوی ورانونکی جنګ زرترزره او په بشپړه توګه پاې ته ورسوي.
د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړی استازی اسماعیل ولد الشیخ احمد نن تهران ته راغی او د ایران له مرستیال خارجه وزیر حسین جابري انصاري سره یې وکتل. په دغه کتنه کښې د سیاسي خبرواترو له بیا پيلیدو سره د مرستې او د یمن قحط ځپلو او کلابندو خلکو ته د انساندوستانه مرستو د لیږلو د لاروچارو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
همداشان ټاکل شوې چې د ملګرو ملتو دغه ځانګړی نماینده نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم وګوري.