امریکا په نړۍ کښې دبشری حقوقو ستره خلاف ورزی کونکی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i54360-امریکا_په_نړۍ_کښې_دبشری_حقوقو_ستره_خلاف_ورزی_کونکی_ده
زمونږخبریال وایی دتهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمی په امریکا کښې توکمپالو جنایت ته په اشارې سره وویل امریکا د بشری حقوقو تر پښو لاندې کونکو هیوادونو په سر کښې ولاړه ده او د واشنګټن چارواکی باید په نورو هیوادونو کښې د بشری حقوقو په اړه په څه ویلو کښې شرم وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2017 10:02 Asia/Kabul
  • دداعش په شمول ترهګرې ډلې په خپله امریکا جوړې کړي دي .
    دداعش په شمول ترهګرې ډلې په خپله امریکا جوړې کړي دي .

زمونږخبریال وایی دتهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمی په امریکا کښې توکمپالو جنایت ته په اشارې سره وویل امریکا د بشری حقوقو تر پښو لاندې کونکو هیوادونو په سر کښې ولاړه ده او د واشنګټن چارواکی باید په نورو هیوادونو کښې د بشری حقوقو په اړه په څه ویلو کښې شرم وکړی .

دامریکا په ویرجینیا ایالت کښې په شارلوتزویل سیمه کښې د تیرې شنبې ورځ په توکمپاله مظاهرو کښې یوه (۱)ځوان ګاډی په مظاهره چیانو ووخیژوه او له کبله یې یوه(۱) ښځه مړه شوه او نولس(۱۹) نور کسان ژوبل هم شول .

دتهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمی وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپلو اقداماتو سره د توکمپالو کسانو  د جنایت ملاتړ کوی .

هغه داسپانیا په بارسلونا او د افغانستان د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کښې دترهګرو ډلو دجنایتونو په غندلو سره وویل دداعش په شمول ترهګرې ډلې په خپله امریکا جوړې کړی دی او دلویدیځو هیوادونو خلک که چیرې غواړی د ترهګرو ډلوله جنایتونو بچ شی نو باید له خپلو هیوادونو غوښتنه وکړی  د ټروریسټی ډلو ملاتړ مه کوی .

دتهران دجمعې لمانځه موقته امام ایت الله خاتمی دغه راز د شهید محسن حججی د یاد او خاطر د درنښت په ترڅ کښې وویل دبی بی زینب سلام الله علیها د سپیڅلی حرم دغه دفاع کونکی شهید دایران داسلامی انقلاب یو نیالګی دی  او دشهید حججی شهادت دغه پیغام لری چې دایران ځوانان داسلامی انقلاب د ایډیالونو په دفاع کښې له انګیزې ډک دی او په ۱۹۷۹ میلادی کال کښې دانقلاب د لومړیووختونو دځوانانو په شان دی .

هغه د محسن حججی د شهیدولو په دلیل له داعش ډلې د  غچ د اخیستلو لپاره دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د پیغام په قدرونې سره ټینګار وکړ سپاه پاسداران حتما د محسن حججی دشهادت انتقام اخلی ځکه چې دداعش ډلې له مینځه وړل چې دخلکو پرضد بې ساری جنایتونه کوی ضروری دی .

دتهران دجمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمی دغه راز په اسلامی شورا کښې د  ولسمشر حسن روحانی د کابینې دوړاندیزی وزیرانو په صلاحیت غور ته په اشارې سره وویل دایران دولسم(۱۲) حکومت باید خپل ټول توان ددین ، معنویت ، ارزښتونو او د خلکو د خدمت لپاره وکاروی .