جنرل سلېمانی: ایران د سیمې د ثبات او قرارۍ سبب دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i54510-جنرل_سلېمانی_ایران_د_سیمې_د_ثبات_او_قرارۍ_سبب_دے
د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواکونو قوماندان وویل: ایران هیڅکله بحران جوړونکے او تکفیر پالونکے نه ؤ او نه دے او نن د سیمې د ثبات او قرارۍ سبب دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2017 08:43 Asia/Kabul
  • جنرل سلېمانی: ایران د سیمې د ثبات او قرارۍ سبب دے

د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواکونو قوماندان وویل: ایران هیڅکله بحران جوړونکے او تکفیر پالونکے نه ؤ او نه دے او نن د سیمې د ثبات او قرارۍ سبب دے.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې جنرل قاسم سلېمانی په تهران کښې د جومات د نړیوالې ورځې په پینځلسمه غونډه کښې تاکید وکړ: سعودی د جیش الاسلام او جیش الحر وغېره په شمول مختلفې ترهه ګرې ډلې د ایران په خلاف جوړې کړې خو تر اوسه ایران په سوریې کښې د ثبات او قرارۍ سبب شوے دے.

جنرل سلېمانی د دې په بیانولو سره چې ایران په سیمه کښې د سعودیانو مذهبی جنګ په فوځی قوت سره نه بلکه په مذهب سره پېزوانی کړ، څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې یو حقیقی او نه زیانمنېدونکے قوت لری.

هغه همدارنګ په سوریې کښې د داعشی ترهه ګرو په لاسو د محسن حججی شهادت ته په اشارې سره دغه شهید د جومات د تربیت نتیجه وبلۀ او دا خبره یې څرګنده کړه چې له لویدیځی نړۍ سره د ایران مشکل د مسجدالاقصی او مسجدالحرام په شمول د جومات په سر دے.

د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواکونو قوماندان د دې په بیانولو سره چې جومات د اسلامی نړۍ دینی، سیاسی او اجتماعی ژوند دے دا خبره په ګوته کړه چې مذهبی فتنه او بهرنے یرغل نن د ایران او اسلامی نړۍ په خلاف دوه نوی ګواښونکی دی.