سیاسی حل لاره دشخړو او بحرانو دحل لپاره خورا منطقی لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i55104-سیاسی_حل_لاره_دشخړو_او_بحرانو_دحل_لپاره_خورا_منطقی_لاره_ده
ډاکټر لاریجانی دبیلابیلو هیوادونو په نسبت دلویدیځ په تیره بیا دامریکا دوه ګوڼو سیاستونو ته اشاره وکړه او وې وئیل دوه ګونی چلندونه په نړۍ کې دسولې او آرامښت له خطرې سره دمخامخولو او د ناکراریو درامینځةکیدا لامل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 14:43 Asia/Kabul
  • سیاسی حل لاره  دشخړو او بحرانو دحل لپاره  خورا منطقی لاره ده

ډاکټر لاریجانی دبیلابیلو هیوادونو په نسبت دلویدیځ په تیره بیا دامریکا دوه ګوڼو سیاستونو ته اشاره وکړه او وې وئیل دوه ګونی چلندونه په نړۍ کې دسولې او آرامښت له خطرې سره دمخامخولو او د ناکراریو درامینځةکیدا لامل شوی دی .

زمونږ خبریال راپور راکړ  دایران د اسلامی شورا مشر علی لا ریجانی نن په تهران کې د چیلی   دمشرانو جرګې له مشر  ګیدو جبراردی سره په کتنې کې   دې خبرې  ته په  اشارې سره  چې   دسیاسی حل لارو لټول ، د داخلی او بهرنیو  شخړو اوبحرانونو دحل لپاره خورا منطقی لاره د ه او هیوادونه بال  په دې لاره کې ګامونه  پورته کړی ،ووئیل ؛ کلتور اودهیوادونو دودونو ته د سترو قدرتونو بې پروائی  دنړۍ په بیلابیلو  سیمو کې   دوروستیو لسیزو  غوره ستر مشکلات دی .

ډاکټر لاریجانی   دبیلابیلو هیوادونو په نسبت   دلویدیځ په تیره بیا دامریکا  دوه ګوڼو سیاستونو ته  اشاره وکړه او وې وئیل  دوه ګونی چلندونه  په نړۍ کې دسولې او  آرامښت   له خطرې سره دمخامخولو او د ناکراریو درامینځةکیدا لامل شوی دی .

 دایران داسلامی  شورا مشر  د دواړو هیوادنو د پارلیمانی ، سیاسی اواقتصادی  ملګرتیاؤ  دزیاتولو په ضرورت ټینګار وکړ اووې وئیل   علمی او کلتوری ملګرتیاؤ   پراختیا د دواړو هیوادنو دنزدیکیدو لپاره ښه حل لاره کیدلی شی .

 دچیلی  دمشرانو جرګې مشر  ګیدو جیراردی  هم په دغې کتنې کې  ووئیل ، دامریکا دنوی ولسمشر چلند  په نړۍ کې نوی مشکلات او چیلنجونه راولاړ کړی دی چې   ورسره مقابله  د نړۍ دسوله   او خپلواکی غواړو  هیوادونو همفکرۍ  ته ا ړیتا لری .  هغه  ددې خبرې په کولو سره  چې  هیواد ئې  په علمی  ،کلتوری ا وسیاسی  زمینو کې  دپراختیا او د سولې اوامنیت  په ځای پرځای  کولو پسې دی ،  د نړیوال ا منیت اوسولې په ټینګیدا  کې ئې  داسلامی ایران  دلازیات ملاتړ غوښتنه وکړه .