د حج په مناسبت درهبرۍد ستر مقام مهم پیغام
صیهونیسټی دښمن د اسلامی نړۍ د جغرافیې په زړه کې په فتنه رامینځته کولو لګیا دې او مونږه د فلسطین د ژغورلو له پریکنده دندې غافل ، په سوریې ، عراق ، یمن ، لیبیا ، بحرین کې په داخلی جنګ بوخت او په افغانستان ، پاکستان وغیره کې له ترهه ګرۍ سره مخامخ یو .
بسماللهالرّحمنالرّحیم
و الحمد لله ربّ العالمین و الصّلاة و السّلام علی سیّدنا محمّد خاتم النبین و آله الطّاهرین و صحبه المنتجبین
د لوی خداې مننه کوو چی سږ کال یې هم له درستې نړۍ ګڼ شمیر مومنانو ته د حج د ترسره کولو سعادت عطا کړ تر څو له دې خوږې اوفیاضې سرچینې برخمن شی او په هغو ورځو ، شپو کې چی مبارک او ګران بیه ساعتونه یې د معجزه کونکی درملو او اکسیر په شان زړونه منقلب او ځانونه ښکلی او پاکولې شی ، د خداوند متعال د باعظمته کور په څنګ کې اوپه عبادت ، خشوع ، ذکر او تقرب بوخت شی .
حج له راز او رمزه یو ډک عبادت او د خداې کور له الهی برکتونو اود حضرت حق متعال له نشانیو او بیناتو یو ډک ځای دې . حج مومن ، اهل خشوع او تدبر کونکې بنده لوړو معنوی مقاماتو ته رسولې او له هغه یو نورانی او ستر انسان جوړولې شی ، هماغه ډول چی له هغه ، بصیرت لرونکې ، شجاع ، اقدام کونکې او مجاهد عنصر جوړولې شی . په دغه بې ساری فریضه کې دواړه اړخونه معنوی او سیاسی او اجتماعی او وګړنیز ډیر جوت او څرګند دی او مسلمانه ټولنه نن هرو دواړو اړخونو ته اړتیا لری .
له یوه پلوه له پرمختللیو اوزارونو په ګټه پورته کولو سره د مادی پالنې جادو د تباه کولو اووسوسه کولو په حال کې دې اوله بلې خوا د سلطې د نظام سیاستونه مسلمانانو ترمینځ په اور بلولو او فتنې راپارولو اود ناامنی او اختلاف په دوزخ د اسلامی هیوادونو په بدلولو پسې دې .
حج د اسلامی امت د دغو دوسترو مصیبتونو شفا بخښونکی درمل کیدلې شی ، هم زړونه له زنګونو پاک او د تقوا او معرفت په نور روښانه کړی او هم سترګې د اسلامی نړۍ په ترخو حقیقتونو خلاصې کړی او له هغو سره د مقابلې لپاره ارادې مذبوتې ، ګامونه محکم او لاسونه او ذهنونه کار ته چمتو کړی .
نن اسلامی نړۍ له ناامنۍ سره مخامخ ده ، اخلاقی ، معنوی او سیاسی ناامنی زمونږ د غفلت او د دښمنانو د بی رحمانه یرغل ستر عامل ده . مونږه د بدکرداره دښمن د یرغل په وړاندې په خپلې دینی او عقلی دندې عمل ونکړ ، هم مو ،،أَشِدّاءُ عَلَى الكُفّارِ ،، هیر کړ او هم ،، رُحَماءُ بَينَهُم ۖ،،
نتیجه دا ده چی صیهونیسټی دښمن د اسلامی نړۍ د جغرافیې په زړه کې په فتنه رامینځته کولو لګیا دې او مونږه د فلسطین د ژغورلو له پریکنده دندې غافل ، په سوریې ، عراق ، یمن ، لیبیا ، بحرین کې په داخلی جنګ بوخت او په افغانستان ، پاکستان وغیره کې له ترهه ګرۍ سره مخامخ یو .
په اسلامی نړۍ کې ولسمشران ، سیاسی ، دینی او کلتوری پوهان او چاروال په اوږو درندې دندې لری ، د وحدت د رامینځته کولو او له قومی ، مذهبی او قبیله ای دښمنیو د درستو د منع کولو ، د استکبار او صیهونیزم له خیانت او د دښمنی له رودو د ملتونو د خبرولو دنده ، د نرم او سخت جنګ په راز راز ډګرونو کې له دښمن سره د مقابلې لپاره د درستو د سنبالولو دنده ، د اسلامی هیوادونو ترمینځ د غمیزناکو پیښو د سملاسی درولو دنده چی نن یې د یمن د پیښو په شان ترخې بیلګې په درستې نړۍ کې د غم او اعتراض سبب دی ، د برما وغیره مظلومانو په شان تر ظلم لاندې د مسلمانو لږکیو د پریکنده دفاع دنده ، او له ټولو مهمه له فلسطین د دفاع دنده او هغه ملت سره بی چون و چرا ملګرتیا او یو ځای کیدا چی کابو اویا کاله کیږی د خپل غصب شوی هیواد لپاره مبارزه کوی .
دا مهمې دندې زمونږ د ټولو په اوږو دی ، ملتونه باید دغه دندې له خپلو دولتونو وغواړی او پوهان باید په کلک هوډ او سوچه نیت د هغې د تحقق په لاره کې هڅه وکړی . دا کارونه د خداې د دین د نصرت پریکنده بیلګې دی چی بی شکه د الهی وعدې په اساس به د خداې مرسته ولری .
دا د حج د درسونو یوه برخه ده او هیله من یم چی په هغو پوهه او عمل پرې وکړو .
د تاسو ټولو لپاره د حج د قبلیدا دعا کوم او د مسجدالحرام او منا د شهیدانو یاد لمانځم او له رحیم او کریم خدایا هغو لپاره لوړې درجې غواړم .
والسلام علیکم و رحمه االله
سید علی خامنه ای
د ۱۳۹۶ لمریز کال د وږی ۷
د ۱۴۳۸ هجری قمری کال د ذی الحجه ۷