د ایران د وږی د ۱۱ نیټې مطبوعات
د رهبری ستر مقام حضرت ایت ا.... خامنه ای د بیت ا... الحرام حاجیانو په خپل پیغام کې ټینګار کړې دی چی په اسلامی نړۍ کې دې داخلی جنګونه سملاسی ختم شی
کیهان ورځپاڼه
د ایران درستو ورځپاڼو ته په شان کیهان ورځپاڼې هم د حج عظیمې کنګرې ته د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای پیغام راخیستې دې او په غټو ټکیو یې د معظم لارښود له قوله لیکلی دی د فلسطین دفاع او ژغورنه د اسلامي امت پریکنده دنده ده.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د بیت ا... الحرام حاجیانو ته په یو پيغام کښې د مسلمانانو په مینځ کښې د سلطې د نظام نفاق اچونکو سیاستونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له فلسطینه دفاع او د هغه ولس سره ملګرتیا چې نزدې اویا کاله کیږي د خپل غصب شوي هیواد لپاره مبارزه کوي، زمونږ ټولو ډیره مهمه دنده ده.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود مسلمانه ټولنه د حج د بې سارې فریضې هردواړه معنوي او سیاسي ، فردي او ټولنیزو اړخونو ته اړمنه وبلله او څرکنده یې کړه: له یوې خوا د مادي ګروهنې جادو د پرمختللو اوزارونو څخه په استفادې سره د انسانانو د غولولو او تباه کولو په حال کښې ده او له بلې خوا د سلطې د نظام سیاستونه د مسلمانانو په مینځ کښې د فتنې اچولو او د دښمنۍ د اور بلولو او د ناامنۍ او اختلاف په دوزخ باندې د اسلامي هیوادونو د بدلولو په کار لګیا دي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي ټینګار وکړ: حج د اسلامي امت د دغو دوو سترو دردونو شفا بخښونکي درمل کیدلی شي، هم زړونه له زنګونو څخه پاک او د تقوا او معرفت په نور یې روښانه کوي او هم سترګې د اسلامي نړۍ په ترخو واقعیتونو باندې رڼوي او هم له هغو سره د مقابلې لپاره هوډونه کلک او ګامونه ټینګ او لاسونه او ذهنونه چمتو کوي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د دې ټکي په بیانولو سره نن سبااسلامي نړۍ له ناامنۍ سره مخامخه ده، څرګنده کړه: اخلاقي او معنوي ناامني او سیاسي ناامني زمونږ د غفلت او د دښمن د بې رحمانه یرغل ستر لامل دی او مونږ د خبیث دښمن د یرغل په وړاندې په خپلې دیني او عقلي دندې عمل نه دی کړی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: صهیونیسټ دښمن د اسلامي نړۍ د جغرافیې په زړه کښې د فتنې اچولو په حال کښې دی. او مونږ د فلسطین د ژغورلو له حتمي دندې څخه غافل شوي، په سوریې، عراق، یمن، لیبیا او بحرین کښې په کورنۍ جګړې اخته شوي او په افغانستان او پاکستان او نورو ځایونو کښې له ترهګرۍ سره په مقابلې بوخت شوي یو.
معظم رهبر څرګنده کړه: د اسلامي هیوادونو مشران او د اسلامي نړۍ سیاسي، دیني او کلتوري پوهان او عالمان درنې دندې لري، د وحدت د رامینځته کولو او د قومي او مذهبي شخړو څخه د ټولو د لرې کولو، د ښکیلاک او صهیونزم د دښمنۍ او خیانت له رودو څخه د ولسونو د خبرولو، د نرم او سخت جنګ په بیلابیلو ډګرونو کښې له دښمن سره د مقابلې لپاره د ټولو د سنبالولو دنده او په اسلامي هیوادونو کښې د غمیزناکو پیښو د چټکې درونې وظیفه چې نن سبا د یمن د پيښو په شان ترخه بیلګه یې په ټوله نړۍ کښې د ویر او اعتراض سبب شوې ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: د میانمار د مظلومو مسلمانانو په شان د ستم ځپلو لږکیو څخه غوڅه دفاع او ترټولو لامهمه د فلسطین څخه د دفاع او د هغه ولس سره د ملګرتیا وظیفه چې نزدې اویا کاله کیږي د خپل غصب شوي هیواد لپاره مبارزه کوي یوه اړینه چاره ده.
د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر امانو ادعا کوی ، اژانس د ایران درستوپوځی او غیر پوځی مرکزونو ته د لاس رسۍ اجازه لری .
رویټرز خبری اژانس لیکلی دی چی د برما پوځ په اوه ورځو کې ۴۰۰ روهنګیایی مسلمانان وژلی دی .
د لبنان د حزب ا... د مشر سید حسن نصر ا... ګواښونه سبب شول چی اسراییل د حیفا تاسیسات چټی او درست ۸۰۰ کارکونکی یې وباسی .
د ایران خارجه وزارت د هندوستان، نیپال او پاکستان له حکومتونو او خلکو په تیره بیا د دغو پيښو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
دایران د ملی امنیت دکمیشن ویندوی ټینګار کړی دی ،ایران هیڅکله هم دایټمی انرزۍ دنړیوال آژانس د پلټونکو له پلټنو ویره او اندیښنه نه لری ، خو په دې شرط چې په رسمی ډول دآژانس له خوا دپټو ایټمی فعالیتونو دترسره کیدا د ادعاګانو په باب باوری سندونه ایران ته وسپاری .
اطلاعات ورځپاڼه
نوموړی ورځپانې هم د بیت ا... الحرام حاجیانو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له پیغام دغه برخه خپل سرلیک ګرځولی دی چی فرمایلی یې دی د سلطې نظام غواړی اسلامی هیوادونه د ناامنۍ او اختلاف په دوزخ بدل کړی .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی ویلی دی په سیمه کې د بیلیتون غوښتنې ګروهنه د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نده .
د تهران د جمعې لمانمځه خطیب ایت ا... کاشانی ویلی دی دابراهیمی حج فلسفه داسلامی نړۍ اومسلمانانو مشکلاتو اومسئلو ته پام کول دی.ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کې لیکی په تهران کې د قربانۍ داختر دلمانځه خطیب آیت ا... امامی کاشانی د اختر دلمانځه په خطبو کې دحج دمناسکو،دخدای دکور په لور دتلو او په مکې شریفې کې دنړس د مسلمانانو دغونډیدا فلسفه، په نړۍ کې د موجوده حالاتو په وړاندې داسلامی امت ویښتیا او دمسلمانانو په چارو غور کول وبلل او روښانه ئې کړه ،مسلمانان باید دخپلو اسلامی هیوادونو له مشرانو او حکومتونو ، داسلامی امت ترمینځ د تفرقې او درز دمخنیوی او د وحدت اوامنیت دټینګولو غوښتنه وکړی .
آیت ا.... کاشانی د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې دجنګ او وینو بهولو په پیلولو کې داسلام ددښمنانو، نړیوال استکبار اوصهونزم دسیسو ته اشاره وکړه اوزیاته ئې کړه ، داسلامی نړۍ شخصیتونه اوپه درستې اسلامی نړۍ کې د جمعې لمانځّه خطیبان باید دحج په مناسکو کې په فلسطین ،یمن ،سورئې ،عراق کې موجوده حالاتو ا و دغه راز د اسلامی نړۍ ګټو او دسولې او امنیت ټینګولو او دمشکلاتو ختمولو ته پام وکړی .
په تهران کې د لوی اختر دخطبو خطیب د اسلام اوسنۍ نړۍ امامت او ولایت فقیه ته اړمنه وبلله او وې ویل ، داسلامی نړس په ټولو چارو غور او داتحاد پیاوړتیا یوه دنده ده او ټول اسلامی حکومتونه باید دنړۍ دمسلمانانو ګټې په نظر کې ونیسی.
داپه داسې حال کې دی چې داسلامی انقلاب معظم لارښود اودمسلمانانو ولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای هم دپنجشنبې په ورځې دبیت ا... الحرام حاجیانوته پخپل پیغام کې د اسلامی هیوادونو دمشرانو اود داسلامی نړۍ د درستو شخصیتونو دنده په اسلامی هیوادنو کې دتراخو غمیزو د سملاسی مخنیوی ا و د دغه راز دملتونو د وحدت او پوهولو ته بللی دی .
د روسیې ولسمشر پوتین ویلی دی د کوریا ټاپو وزمه د یوه پراخ جنګ په درشل کې ده .
د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... ویلی دی چی ایران په سیمه کې د امریکا او اسراییلو له سناریو سره د مقابلې درندو پیټې په اوګه واخیسته .
جام جم ورځپاڼه
د رهبری ستر مقام حضرت ایت ا.... خامنه ای د بیت ا... الحرام حاجیانو په خپل پیغام کې ټینګار کړې دی چی په اسلامی نړۍ کې دې داخلی جنګونه سملاسی ختم شی .
ایراني حاجیان نن شپه په منا کښې، په همدغه ځاې کښې د وړم کال د غمیزې د مظلومو شهیدان یاد لمانځي.
د ۲۰۱۵ کال د ستمبر په ۲۴ نیټه د ۴۶۴ ایراني حاجیانو په شمول څه باندې اوه زره زیارتوال په منا کښې د مج د مناسکو د ترسره کولو په وخت د آل سعود چارواکو د بد مدیریت په وجه ووژل شول.
دغه اوه زره کسان د منا په ګرم موسم کښې د تندې په حال کښې په ډیر مظلومیت سره شهیدان شول .
د ایران د اسلامی جمهوریت د اولسمشر د پارلمانی چارو مرستیال حسین علی امیری وویل:په ایران کښې اوسنی امنیت د شیعه او سنی په شمول د بیلا بیلو قومونو او دینونو تر مینځ د یووالی نتیجه ده.
داسلامی ایران دپوځی مرکزونو پلټل هیڅ امکان نه لری . دایران داسلامی شورا د ملی امنیت اوبهرنی سیاست د کمیشن ویندوي حسین نقوي حسینی له میزان خبری آژانس سره په خبرو کې دایران پوځي اوغیر ایټمی مرکزونو دلیدو لپاره دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس دمجبورولو لپاره دامریکا هلوځلو ته اشاره وکړه او وې ویل دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس اتم راپور هم له جامعې ایټمي موافقې سره دایټمي فعالیتونو دپابند کیدا په باب د دغه نړیوال اورګان بیا تائيدیدا علان کړې ده .
نقوی حسینی وئيلي دي ، امریکا پر آژانس ډير زیات دباؤنه اچوي څو ایران دجامعې ایټمي موافقې خلاف ورزي کونکی معرفي کړي او له دې لارې دبرجام د دریدا او پر ایران ئې د لګښتونو دتپلو لپاره یوه پلمه ترلاسه کړي.
دایران د ملی امنیت دکمیشن ویندوي په عین حال کې ټينګار کړی دی ،ایران هیڅکله هم دایټمی انرزۍ دنړیوال آژانس د پلټونکو له پلټنو ویره او اندیښنه نه لري ، خو په دې شرط چې په رسمي ډول دآژانس له خوا دپټو ایټمی فعالیتونو دترسره کیدا د ادعاګانو په باب باوري سندونه ایران ته وسپاري .
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر یو کیاآمانو له ایسو شي ایټيټډ پریس آژانس سره په خبرو کې مدعي شوی ، آژانس دایران په پوځي تاسیساتو کې دمنع شویو اقداماتو دترسره کیدا دشک په بڼه کې دغو تاسیساتو ته لاس رسی درلودلی شي . . هغه همداراز ادعا کړې ، آژانس په ایران کې ټولو پوځي اوغیر پوځي ځایونو ته بشپړ لاس رسی لري .
دا په داسې حال کې دی چې په ملګروملتو کې دامریکا استازې نیکي هیلې یو ځل بیا بیګا دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دراپور له خپریدوسره په یو وخت چې په ایټمی موافقې کې شویو ژمنو ته دتهران پر پابندۍ ئې دتائيدیدو ټپه وهلې، مدعي شوي چې جامعې ایټمي موافقې ته دتهران پابندي یو خام خیال اوهیله ده .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف ویلی دی چی د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونې له ګواښه ډکې دی . د پاکستان دپارلمان ګډې غونډې د افغانستان او دجنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی ستراتژۍ رد کړه او یوه لایحه یې تصویب کړه . دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په ملی پارلمان کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ دتورونو په اړه د لایحې د وړاندې کولو په وخت وویل ټول ملت سره متحد دی او ملی پارلمان د اګست په یویشتمه نیټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتژۍ ردوی .
صهیونیسټو پوځیانو بیګا بیا ګڼ فلسطینیان ژوبل کړل .