عراقچی: تاریخ به په یمن کښې د سعودی جنایتونه هېر نه کړی
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو د چارو د وزیر مرستیال په نیویارک کښې د اسلامی تعاون د تنظیم په غونډه کښې د ایران په خلاف د سعودی تورونو ته ځواب ورکړ.
عباس عراقچی بېګا په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د دوه اویایمې غونډې تر څنګه د اسلامی تعاون د تنظیم په ناسته کښې او د ایران په خلاف د سعودی د تورونو په ځواب کښې وویل:تاریخ به په یمن کښې د ښځو، سړیو او ماشومانو په خلاف د سعودی د ائتلاف جنایتونه هېر نه کړی.
له دې مخکې د ستمبر په څوارلسمه نېټه د بشری حقوقو د څارونکې ادارې اجرائی ډائرېکټر کېنت روت په یمن کښې د سعودی د حملو او جنایتونو په وړاندې د ملګرو ملتو په خاموشۍ نیوکه وکړه.
کېنت روت وویل: هر ورځ د سعودی عرب په هوائی حملو کښې ګڼ شمېر عامه یمنیان وژل کیږی، په یمن کښې قحطی رامنځته شوې ده او دغه هېواد د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ دے
سعودی عرب د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د امریکې ، عرب اماراتو او څو نورو هېوادونو په ملګرتیا قدرت ته دپخوانی استعفا شوی او تښتیدلی ولسمشر عبدربه منصور هادی د ستنولو په پلمه په دغه هیواد پوځی تیریو ، حملو او کلابندۍ ته دوام ورکړے دےاو له کبله یې تراوسه په زرګونو بې ګناه خلق وژل شوی ، په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو کډوال شوی هم دی .