ایران د میانمار د مسلمانانو د کړکیچن وضعیت په دوام غبرګون وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i57027-ایران_د_میانمار_د_مسلمانانو_د_کړکیچن_وضعیت_په_دوام_غبرګون_وښوده
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی وویل د میانمار د روهینګیایی مسلمانانو د کړکیچن او خواشینونکی وضعیت دوام او خبرداریو ته د دغه هیواد د حکومت بې پامی موجوده شرایط د اوسنی وخت د یوه ډیر بد انسانی کړکیچ سبب کیدلې شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2017 11:30 Asia/Kabul
  • ایران د میانمار د مسلمانانو د کړکیچن وضعیت په دوام غبرګون وښوده

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی وویل د میانمار د روهینګیایی مسلمانانو د کړکیچن او خواشینونکی وضعیت دوام او خبرداریو ته د دغه هیواد د حکومت بې پامی موجوده شرایط د اوسنی وخت د یوه ډیر بد انسانی کړکیچ سبب کیدلې شی

 ده جوته کړه  چی د میانمار دولت دغه بې پامی د منلو نده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړه چی د ملګرو ملتو له سرمنشی سره سلا و مشورې ، په تهران او نیویارک کې د اسلامی هیوادونو له مشرانو او خارجه وزیرانو سره خبرې اترې ، د میانمار کډوالو ته د ایران د انسان دوستانه  مرستو ورلیږل او نړۍ ته په بنګلادیش کې د روهینګیایی مسلمانانو د خراب وضعیت د انعکاس لپاره د ایران د بهرنیو او داخلی رسندویو هلې ځلې ، د میانمار د کړکیچ د ژر تر ژره اواری لپاره د ایران د سیاسی او ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده .

د اعلان شویو شمیرنو په اساس د میانمار په راخین  صوبه کې په روهینګیایی مسلمانانو د دغه هیواد د پوځ د حملو په نتیجه کې څه د پاسه شپږ زره کسان مړه او لږ تر لږه اته زره کسان ژوبل شوی دی . همداراز د میانمار پوځ او افراطی بودایانو حملې  بنګلادیش ته د څه د پاسه ۴۳۰ زره کسانو د کډوالیدا سبب شوی دی .