ایران د میانمار د مسلمانانو د کړکیچن وضعیت په دوام غبرګون وښوده
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی وویل د میانمار د روهینګیایی مسلمانانو د کړکیچن او خواشینونکی وضعیت دوام او خبرداریو ته د دغه هیواد د حکومت بې پامی موجوده شرایط د اوسنی وخت د یوه ډیر بد انسانی کړکیچ سبب کیدلې شی
ده جوته کړه چی د میانمار دولت دغه بې پامی د منلو نده .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړه چی د ملګرو ملتو له سرمنشی سره سلا و مشورې ، په تهران او نیویارک کې د اسلامی هیوادونو له مشرانو او خارجه وزیرانو سره خبرې اترې ، د میانمار کډوالو ته د ایران د انسان دوستانه مرستو ورلیږل او نړۍ ته په بنګلادیش کې د روهینګیایی مسلمانانو د خراب وضعیت د انعکاس لپاره د ایران د بهرنیو او داخلی رسندویو هلې ځلې ، د میانمار د کړکیچ د ژر تر ژره اواری لپاره د ایران د سیاسی او ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده .
د اعلان شویو شمیرنو په اساس د میانمار په راخین صوبه کې په روهینګیایی مسلمانانو د دغه هیواد د پوځ د حملو په نتیجه کې څه د پاسه شپږ زره کسان مړه او لږ تر لږه اته زره کسان ژوبل شوی دی . همداراز د میانمار پوځ او افراطی بودایانو حملې بنګلادیش ته د څه د پاسه ۴۳۰ زره کسانو د کډوالیدا سبب شوی دی .