د ایران د تلې د اتلسمې نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i57731-د_ایران_د_تلې_د_اتلسمې_نیټې_مطبوعات
دایران دخارجه وزارت ویندوی زیاته کړې اسلامی ایران به ددفاعی مسئلو په باب نورو هیوادونو ته د لاسوهنې هیڅکله هم ا جازت ورنکړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2017 09:16 Asia/Kabul
  • د ایران د تلې د اتلسمې نیټې مطبوعات

دایران دخارجه وزارت ویندوی زیاته کړې اسلامی ایران به ددفاعی مسئلو په باب نورو هیوادونو ته د لاسوهنې هیڅکله هم ا جازت ورنکړی

 

جمهوری اسلامی ورځپانه

 

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی  مخ د ایران د خارجه وزارت د ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی دغې خبرې ته پراخ انعکا سورکړی چی ویلی یې دی د امریکا ایرانی ضد اقداماتو ته به د ایران ځواب ډیر سخت او پریکنده وی .

دایران دخارجه وزارت ویندوی  بهرام قاسمی په تهران کې  په خبری کنفرانس کې  په ایټمی  او توغندوی خبرواترو کې  داسلامی ایران  ددریځونو  دبلیدو په باب  دیوې پوښتنې په ځواب کې  ووئیل ،   دایرن په سیاستون وکې هیڅ بدلون نه دی راغلی .

 قاسمی ټینګار وکړ   دتوغندوی پرګرام پراختیا  دایران داسلامی جمهویرت دفاعی سیاست یوه برخه  ده او  دغه سیاست  به  دتیر وخت  په شان  په ټول  جدیّت سره دوام وکړی .

 دایران دخارجه وزارت ویندوی زیاته کړې  اسلامی ایران به  ددفاعی مسئلو په باب  نورو هیوادونو ته د لاسوهنې هیڅکله هم ا جازت ورنکړی .

 

  بهرام قاسمی  دسپاه پاسدارانو  دترهه ګر بللو داحتمال به باب  دامریکا حکومت ته     د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری  دګواښ په باب  هم  هیله وښودله ، دامریکا حکومت  دخپلو تیروتنو په دوام کې ،  دغه مهمه او سټراټژیکه تیروتنه  ترسره نه کړی ،خو که  دغه کار وکړی ، نو  دایران ځواب به سخت ،پریکنده  او غاښ ماتونکی وی او امریکا  ئې باید  نتیجې ومنی .

بهرام قاسمی  همدرااز  دایټمی موافقې په باب  داروپایانو دکړچار په باب  هم  ووئیل ،  اروپائی حکومتونه   په بیلابیلو دلیلونو او خپلو دریځونو  باندې په ټینګار  او په جدیّت  سره  دامریکا دسیاست په وړاندې کلک ولاړ  دی او ټاکل شوې ده  له ایران سره خپلو ملګرتیاؤ ته دوام ورکړی .

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ جمهوری غواړی مشر کورکر ویلی دی چی ټرمپ امریکا د دریم نړیوال جنګ په لور بیایی .

دلبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ... ویلی دی چی امریکاد داعش تکفیری ډلې د بشپړنابودۍخنډ کیږی . نوموړی ورځپاڼۍ په دې هکله یو لنډ راپور چاپ کړی دی او لیکی چی  دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشی  سید حسن نصر ا...  د مقاومت د دوو شهیدانو  د درنښت په دستورو کې چې تیره اونۍ  په سورئې کې شهیدان شوی وو ، دمقاومت دشهیدانو دمقام په درنښت سره  ووئیل دا د شهیدانو وینه ده چې  بریالیتوبونه ډالۍ کوی  او  شهیدان په  هغه میدان کې قربانی وړاندې کوی  چې  د داعش تر نابودۍ پورې  به  ګرم وی .

 

 دلبنان دحزب ا.... ولسی غورځنګ عمومی منشی  روښآنه کړې ،  داعش نن سبا  یوازې  دسورئې   د دیرالزور  ولایت په یوې برخې کې فعالیت کوی  او  په سورئې اولبنان  کې  د  داعشی تکفیریانو   له ناکامیو سره سره ، امریکا  هماغه راز  د  داعش دعمر د اوږدولو  غوښتنه کوی .

 

  سید حسن نصر  ا.... زیاته کړې ، باید داعش پرې نه ښودل شی ،ځکه چې  دا  تکفیری  ترهه ګره ډله  یوه سرطانی دانه ده  چې  لبنان ته دبیرته ستنیدا  پلانونې کوی او د داعش د نابودولو په لاره کې دامریکا  کارړنګونې  اوخنډونو جوړول   لامل نه کیږی   چې  له داعش سره جنګ ودرول شی او باید ووایم چې د داعش ژوند  لنډ شوی دی . 

 

 هغه همداراز   له تهران سره د واشنګټن زاړې دښمنۍ  په باب هم ووئیل ،    له ایران سره دامریکا مشکل  د ا یټمی پرورګام په زمینې کې نه دی ،  بلکې   له ایران سره دامریکا   ستونزه    دایران په وسیله په سیمې کې دامریکا اوسعودی  دپلانونو  چیلنج کول دی .   هغه روښآنه کړې  هغه  څه چې په سیمې کې   روان دی ،  په حقیقت کې  یوه امریکائی سعودی  پروژه ده  چې البته په عراق او  لبنان   کې ئې  ماته خوړلې ده او  په سورئې کې هم دغه پلان  په ختمیدو دی . له دې امله  دوی  غواړی ، هغه کسان چې  دهغوی دپلانونو په وړاندې دریږی ،  سزاکړی .  دلبنان دحزب ا... غورځنګ عمومی منشی  روښانه  کړې ،   دحزب ا....  ولسی غورځنګ په ضد دامریکا  دسزاقانون  هم  په سیمې کې  دامریکا له سلطه  غوښتنې سره   په مخامخیدا کې  دحزب ا.... ولسی  غورځنګ  دریځ  نشی بدلولی .

د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس مشر یوکیا امانو وویل دغه اژانس تراوسه خپلو ژمنو ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده .

 

اطلاعات ورځپاڼه

 

د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف ویلی دی چی اجازه نه ورکوو چی ټرمپ ایران د برجام له ګټو محرومه کړی .

جواد ظریف دترهګرو ډلو په فهرست کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د نوم په شاملولو کښې د امریکا د احتمالی اقدام په اړه خبرداری ورکړ .

 

ټاکل شوی ده  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دوه ورځې وروسته یعنی د روان میلادی کال داکتوبر د میاشتې په ۱۲ نیټهد ایران داټومی موافقې په اړه دخپلې فیصلې په اعلانولو سربیره داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک په شمول د ایران پرضد دنویو اقداماتو دترسره کولو لپاره د واشنګټن ستراتیژۍ اعلان کړی .

دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تهران کښې داسلامی انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې د مراسمو دغږملتیا دغونډې په څنګ کښې وویل امریکا په دا ډول اقداماتو سره ځان  څنګ ته کوی او ځان دایران په ملت کښې نور منفور کوی .

هغه ټینګار وکړ که چیرې  دامریکا چارواکو دغه ستراتیژیکه غلطۍ وکړه نو دایران اسلامی جمهوریت به متقابل اقدام وکړی او دغه اقدام به په مناسب وخت کښې اعلان هم شی .

جواد ظریف وویل دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک دټاټوبی ،  داسلامی انقلاب د دوام او دهیواد د سرحدونو  ددفاع ضامن دی او دایران  پرضد دعراق په تپلی جنګ کښې یې مهم رول لوبولی دی .

 

د سوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د پوځ دمبارزې په لاره کښې دخنډونو د رامینځته کولو لپاره دامریکا هڅې به هیڅ نتیجه ورنکړی

د چین دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن هوا چونینګ(Hua Chunying) پرون په پیکینګ کښې په خبری کانفرنس کښې دې ته په اشارې سره چې دامریکا لخوا د ایران داټومی موافقې د تائیدولو وخت نږدې دی وویل دغه اټومی تړون ښې بریاوې لرلی دی .

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هېواد یو لوړرتبه فوځی افسر ووژل شو.

 

کیهان ورځپاڼه

 

یونیسف خبردارې ورکړ چی د میانمار یو یک پنځوس زره ښخې او ماشومان  له لوږې د مړیدا په حال کې دی . دملګروملتو دماشومانو بسپنې (یونیسف) په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې   دروهینګیائی مسلمانانو   کابو  یو لک پنځوس زره ښځې اوماشومان  له ناوړه خواړو څخه دژغورنې لپاره  سملاسی  انسانی مرستو ته ډیره اړتیا لری ،  د میانمار په داخل اوبهر کې ئې  دروهنیګیائی مسلمانانو  دبوږنونکی غمیزې به باب  خبرداری ورکړ .

 

 یونیسف ادارې پخپلې  اعلامیې کې وئیلی دی،په بنګله  دیش کې  دکډوالو په کیمپونو کې  هم شرائط ډیر بوږنونکی  دی او په لسګونو زره خلک  په داسې ځایونو کې ژوند کوی  چې  لازم امنیت نه لری او  دیوه ماشوم د ودې لپاره مناسب ځای نه شمیرل کیږی

 دمیانمار په لویدیځ کې  په راخین صوبې کې  د روهینګیائی مسلمانانو په ضد د دغه هیواد دپوځ او افراطی بودایانو  دځپونکو  حملو په نوی څپو کې    چې د اګست  له ۲۵ هماغه راز دوام لری ،  څه دپاسه شپږزره کسان  وژل شوی او اته زره نور ټپیان شوی  او دغه راز په لکونو نور کډه په سر شوی دی .

د سوریې د پوځ د عملیاتو د مرکزی ادارې مشر جنرال علی العلی ویلی د ی چی امریکا له تکفیریانو سره ډیرې زیاتې مرستې کوی . هغه له ترهه ګرو عناصرو د نیول شویو وسلو د نندارتون په وخت ویلی دی چی امریکا داعش او جبهه النصره ته وسلې ورکوی .

د پاکستان حکومت له ایران څخه د درملو د واردولو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ. د پاکستان د روغتیا وزیرې مېرمن سائره افضل تارړ په اسلام آباد کښې د نړیوالې روغتیا د تنظیم د ختیځې مدیترانه سیمې د کمېټۍ د څلور شپېتمې غونډې ترڅنګه د ایران د روغتیا، درمان او طبی زدکړو له وزیر سید حسن قاضی زاده هاشمی سره په کتنه کښې د روغتیا او علاج معالجې په برخه کښې د ایران د ظرفیتونو او توانمنیو په بیانولو سره وویل: پاکستان دې ته آماده دے چې له ایران سره د دوو اړخیزو ملګرتیاو په پراخولو سره د خپلو درملو ضرورت له دغه هېواده پوره کړی .

د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کویټې ښار خلکو په دغه ښار کښې د شیعه مسلمانانو د وژلې په دوام په اعتراض کښې پرلتۍ ووهلې . احتجاج کوونکو د شاهد خاقان عباسی د حکومت په خلاف د نعرو په وهلو سره د ترهه ګرو د حملو د مخنیوی په وړاندې د  حکومت په بې وسۍ نیوکه وکړه.