اسلامی ایران په سیمې کې سوله ،ثبات اوامنیت غواړی
دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، هیڅ یو هیواد او لوری دې دایران له توغندوی توانمنیو او پوځی قدرت څخه ویره ونه لری ، مګر دا چې د ایران په ضد دترهه ګر اقدام اویا دحملې خیال په سر کې ولری
دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یوې مقالې کې چې په آټلانټیک خپرونې کې نن خپره شوی ، ددې خبرې په کولو سره چې دایران ځینی ګاونډیانو په سیمې کې په ثبات پسې نه دی ، لیکلی دی ، دلویدیځ متحدان ،له دې زیات چې دخپلو ملتونو په مسئلو غور اوفکر وکړی ، خپلې شتمنۍ ئې د وسلو په اخستنې ،دوهابیّت په دودولو ، له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ او په عراق او سورئې کې د داعش تکفیری ډلې دملاتړ او دبحرین په چارو کې د لاسوهنې او دغه راز په یمن دحملې له لارې په سیمې د ناکرارایو په رامینځةکولو لګوی .
دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره له ایټمی موافقې وروسته دایران ګاونډیان له تهران سره دلازیات تجارتی معادلات او پانګونې کولی شی . خو دوی په اپوټه عمل کړی ،زیاته کړه ، له جامعې ایټمی موافقې وروسته ځینی ګاونډیانو هڅه کړې ، دغه توهّم رامینځةکړی چې ایران دبی ثباتۍ اصلی ریښه ده .
جواد ظریف د ایران دفاعی قدرت ته په اشارې سره ووئیل ، دځینو ګاونډیانو دښمنۍ او کرکیجن خوی ته په پام او دهغه اته کلن جنګ دتجروبو به نظر کې په نیولو سره چې دعراق د وخت بعثی رژیم دایران په ضد رامینځةکړی ، ایران هڅه کړې ، خپل دفاعی توان پیاوړی کړی . دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، هیڅ یو هیواد او لوری دې دایران له توغندوی توانمنیو او پوځی قدرت څخه ویره ونه لری ، مګر دا چې د ایران په ضد دترهه ګر اقدام اویا دحملې خیال په سر کې ولری