اسلامی ایران په سیمې کې سوله ،ثبات اوامنیت غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i57767-اسلامی_ایران_په_سیمې_کې_سوله_ثبات_اوامنیت_غواړی
دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، هیڅ یو هیواد او لوری دې دایران له توغندوی توانمنیو او پوځی قدرت څخه ویره ونه لری ، مګر دا چې د ایران په ضد دترهه ګر اقدام اویا دحملې خیال په سر کې ولری
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2017 14:24 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران په سیمې  کې سوله ،ثبات اوامنیت غواړی

دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، هیڅ یو هیواد او لوری دې دایران له توغندوی توانمنیو او پوځی قدرت څخه ویره ونه لری ، مګر دا چې د ایران په ضد دترهه ګر اقدام اویا دحملې خیال په سر کې ولری

دایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یوې مقالې کې چې  په آټلانټیک خپرونې کې  نن خپره شوی ،  ددې خبرې په کولو سره چې  دایران  ځینی ګاونډیانو  په سیمې کې په ثبات پسې نه دی ،  لیکلی دی ، دلویدیځ متحدان  ،له دې زیات چې  دخپلو ملتونو  په مسئلو غور اوفکر وکړی ،  خپلې شتمنۍ ئې د وسلو  په اخستنې ،دوهابیّت په دودولو ، له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ  او په عراق  او سورئې  کې د داعش تکفیری ډلې   دملاتړ او دبحرین په چارو کې   د لاسوهنې او دغه راز  په یمن  دحملې  له لارې  په سیمې  د ناکرارایو   په رامینځةکولو لګوی  .

 دایران  خارجه وزیر  ددې خبرې په  کولو سره  له ایټمی موافقې وروسته   دایران ګاونډیان  له تهران سره دلازیات تجارتی معادلات او پانګونې کولی شی . خو  دوی  په اپوټه  عمل کړی ،زیاته کړه ،  له جامعې ایټمی موافقې وروسته  ځینی ګاونډیانو هڅه کړې ،  دغه توهّم  رامینځةکړی چې ایران  دبی ثباتۍ  اصلی ریښه ده .

 جواد ظریف   د ایران دفاعی قدرت ته په اشارې سره ووئیل ، دځینو ګاونډیانو دښمنۍ او کرکیجن  خوی  ته په پام او  دهغه اته کلن جنګ  دتجروبو به نظر کې په نیولو  سره چې  دعراق د وخت بعثی رژیم  دایران په ضد  رامینځةکړی ،  ایران   هڅه کړې ، خپل دفاعی توان  پیاوړی کړی .  دایران خارجه وزیر  همداراز وئیلی دی ،  هیڅ  یو هیواد  او لوری  دې  دایران  له توغندوی توانمنیو او پوځی قدرت څخه ویره ونه لری ، مګر دا چې  د ایران په ضد  دترهه ګر اقدام اویا دحملې  خیال  په سر کې ولری