د ایران د تلي د ۲۳ نیټې مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشر روحانی ویلی دی چی په برجام ګوزار کول د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته ګوزار ورکول دی .
اطلاعات ورځپاڼه
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د اسلامی ایران پرضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو خبرو ته انعکاس ورکړی دی او د هغه په خبرو یې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو د مشرانو او شخصیتونو غبرګونو ته انعکاس ورکړی دی .
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن موګرینې د ټرمپ له وینا سملاسی وروسته په یوه خبری کانفرنس کې وویل چی برجام یوه دوه اړخیزه موافقه نده او هیڅ هیواد یې نشی ختمولې .
دفرانسې خارجه وزیر ایو لودریّن هم له دې وروسته چې دامریکا ولسمشر دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس راپورونو ته له پامه پرته ، جامعې ایټمی موافقې ته دایران پابندی اعلان نه کړه ، دامریکا پر کانګرس غږ کړی ، دغه نړیواله موافقې دې وساتی . هغه وئیلی که دامریکا کانګرس هم د ټرمپ په شان عمل وکړی نو باید ووایو چې نوره به امریکا په نړۍ کې منزوی پاتې شی او پر دغه هیواد به دباؤر کولو هم څوک پاتې نشی .
داپه داسې حال کې دي چې د جرمني صدراعظمې میرمن آنګلامرکل ،د فرانسې ولسمشر مانوئل ماکرون او انګریزی لومړۍ وزیرې هم دامریکا د ولسمشر په وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړي اووئيلي ئې دي جامعه ایټمی موافقه هیڅکله هم یوه اړخیزه موافقه نه ده او باید امریکا ئې احترام وکړي .
همداراز د فرانسې د سټراټژیکو څیړنو د موسسې مشر فرانسوا ژره هم په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، ایران ته دفرانسې دولسمشر آمانوئل ماکرون سفر دایران او ۵+۱ډلې دجامعې ایټمی موافقې د دوام او دفرانسویانو دبشپړ ملاتړ ښودنه کوی .
راپورښئ ،فرانسوا ژره د غه راز وئیلی دی ، ایران ته ماکرون سفر به ډیرې معناوې ولری ،ځکه آمانوئل ماکرون دجامعې ایټمی موافقې په باب یو ډول پیاوړی دریځ غوره کوی . . هغه روښآنه کړې دفرانسې ولسمشر به په دغه سفر سره دجامعې ایټمی موافقې د دوام لپاره د دغې موافقې دلاسلیک کونکو هیوادونو ګرونه او دامریکا دحکومت په وړاندې دریدا نندارې ته وړاندې کړی .
دفرانسې د سټراټژیکو څیړنو دموسسې مشر وئیلی دی ، تهران ته دفرانسې دولسمشر سفر ددې ښودنه کوی چې له ایران سره جامعه ایټمی موافقه یوه ښه موافقه ، او له اسلامی ایران سره دښو اړیکو دوام او دسیمې د ثبات لامل شوې او په مقابل کې دامریکا دحکومت چلندونه ، په جامعې ایټمی موافقې کې د دغه هیواد دژمنو په اپوټه دی او په ځان پسې په سیمې کې دبې ثباتیو زیاتیدا لری .
له دې سره په یووخت د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې ماډلین البرایټ هم دجامعې ایټمی موافقې په ضد امریکا دولسمشر د وروستۍ فیصلې په غبرګون کې وئیلی دی ، دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دجامعې ایټمی موافقې کمزوری کول ، دامریکا امنتی ته تاوان رسوی . هغې همداراز د ډونالډټرمپ وروستۍ څرګندونې لیونتوب او یو خطرناک اقدام بللی دی . دامریکا دپخوانی ولسمشر باراک اوباما دوخت دملی امنیت دسلاکار مرستیال بن روډز هم په دې باب وئیلی دجامعې ایټمی موافقې په ضد دډونالډ ټرمپ اقدام په امریکا دنړۍ اعتماد له مینځه وړی .
همداراز د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې میرمن هیلری کلنټن ، د ملګرو ملتو سرمنشی ګوترش ، د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر امانو او داسې نورو ډیرو شخصیتونو د ټرمپ وروستې دریځ ناسم بللې دې .
د اسلامی ایران ولسمشر روحانی ویلی دی چی په برجام ګوزار کول د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته ګوزار ورکول دی .
د بغداد دولت ویلی دی چی اربیل د ټول پوښتنې په لغوه کولو سربیره له کرکوک ووځی .
دسورئې خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، ادلب ته دترکیې دپوځی ځواک ورتلل محکوموی او دا د سورئې دملی حاکمیّت ښکاره خلاف ورزی ګڼی .
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
د اسلامی ایران ولسمشر ویلی دی چی امریکا د ایرانی ملت پرضد په دسیسه کې له همیشه ډیره تنها شوی ده .
ښاغلی ظریف ویلی دی چی نور به هیڅوک پر امریکا باؤر ونه کړی . دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دامریکا له سی بی ایس خبری چینل سره په خصوصی خبرو کې په دې په ټینګار سره چې د ایران او جامعې ایټمی موافقې په ضد د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې به په نړۍ کې د امریکا باؤر نوره هم خراب کړی ، ووئیل ، دامریکا ولسمشر پر حقیقتونو خپلې سترګې پټې کړی د ی .
دامریکا ولسمشر دجمعې په شپه د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس هغو اتو راپورونو ته له پامه پرته چې په هغو کې ئې جامعې ایټمی موافقې ته دایران پر پابندۍ ټینګار کړی ، وئیلی ، جامعې ایټمی موافقې ته به داسلامی ایران پابندی تائید نه کړی . دغه اقدام د دغې نړیوالې موافقې دلغوه کیدا په موخې سره شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې اروپائی اتحادئې ا و د نړۍ زیاتره هیوادونو دډونالډ ټرمپ له تکراری اوله ملنډو ډکو څرګندونو وروسته اعلان کړی ، دتیر وخت په شان به دجامعې ایټمی موافقې بشپړ ملاتړ وکړی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیګا دورسیې په سن پیټرزبورګ ښار کې دنړۍ دپارلیمانونو ددټولنې د یو سل اوه دیرشمې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې له ترهه ګرۍ سره مبارزه باید له هرډول ډبل سټنډرونو پاکه شی ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره ئې دیوې متحدې جبهې دجوړیدا غوښتنه وکړه .
د ایران او پاکستان د ګډ پوله ایز کمېشن یویشتمه غونډه د پاکستان په ګوادر بندر کښې وشوه.
جوان ورځپاڼه
نن سبا ټول ایرانیان سپاه پاسداران دي . په اجتماعی شبکو کې د ټرمپ له څرګندونو وروسته ایرانی ملت خپل غږ ټرمپ ته رسولې دې . د ایران خارجه وزیر هم په دې لړ کې ویلی دی چی ایرانیان ټول په میړانې سره د هغو کسانو ترڅنګ ولاړ دي چې د تیري او ټرور په وړاندې د ایران او سیمې دفاع کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایران او د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر خلاف د ټرمپ د غلیمانه څرګندونو په غبرګون کښې ټنیګار وکړ چې نن سبا ټول ایرانیان ښځې، سړي، زاړه او ځوانان د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران دي.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر په داسې حال کښې د ایران د سپاه پاسداران ځواک خلاف بندیزونه اعلان کړل چې دغه ارګان په عراق او سوریه کښې د دغو هیوادونو په رسمي بلنه له ترهګرو او تکفیري ډلو سره د مبارزې لپاره له هغوي سره سلاکاري مرسته کوي او د امریکې د ملاتړ وړ ترهګرو سره په مبارزه کښې مهم رول لوبوي.
په ملایشیا کښې د قدس فاونډیشن غړي په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو د وژلې لپاره د وسلو د برابرولو اصلي سرچینه صهیونیسټي رژيم وباله
د ایران د اسلامي جمهوري نظام د مصلحت پيژندونکې ټولنې مشر د ایران د دفاع توان د محدودولو لپاره د امریکا دباو د نه منلو وباله او ویې ویل: د ایران دفاعي توان کمزورې کیدونکی نه دی.
سعودي، آل خلیفه او آل نهیان رژيمونو د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر د غلیمانه څرګندونو هرکلی وکړ.
د امریکا پخوانۍ خارجه وزیر میرمن هیلری کلنټن ویلی د ی چی د ټرمپ ویناوې د امریکا د باور پاې وه .
د فرانسې ولسمشر له ۲۶ کلونو وروسته ایران ته راځی .