د ایران د لړم د دریمې نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58543-د_ایران_د_لړم_د_دریمې_نیټې_مطبوعات
دافغانستان پخوانی ولسمشر ټینګار کړی په افغانستان کې دامریکا سټراټژی د جنګ او وینوبهیدا دوام دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2017 08:22 Asia/Kabul
  • د ایران د لړم د دریمې نیټې مطبوعات

دافغانستان پخوانی ولسمشر ټینګار کړی په افغانستان کې دامریکا سټراټژی د جنګ او وینوبهیدا دوام دی

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

د امریکایانو ایرانی ضد غونډه د عربستان پرضد د اعتراض په ډګر بدله شوه .

د کویت امیر د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د دړې وړې کیدا په اړه خبردارې ورکړ .

 

د عربستان خارجه وزیر الجبیر وایی عربستان دایران په ضد دامریکاله هرډول دباؤنو سره ملګری دی . د سعودی عربستان  خارجه وزیر عادل الجبیر  چط لندن  ته په سفر تللی ،  پرون  ئې  په یولړ څرګندونو کې   چټم هاؤس   اکاډمۍ  دمدیر  رابین نیبلټ   دپوښتنو په ځواب کې  د ایران په وړاندې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  ددریځونو هرکلی وکړ .

  دعربستان خارجه وزیر وئیلی ، سعودی عربستان   دجامعې ایټمی موافقې اوایران په وړاندې  د ټرمپ  کړچار  ملاتړ کوی ږ

 

   سعودی عربستان مدعی شوی ،   دایټمی توانمنیو په زمینې کې   دایران  مخه نیولل ، په مینځنی ختیځ کې  دایټمی وسلو دپراختیا ددریدا لامل کیږی.

دامریکا په وړاندې   دآل سعود رژیم  تالی څټیتوب  اواړوندوالی او ادعا  په داسې حال کې ده چې   هغه وژونکی وسلې چې   دریاض چارواکو  له واشنګټنه اخستی دی ، او  دصهونیسټ رژیم  ایټمی خولۍ ، په مینځنی  ختیځ  سیمې کې  دناکراریو اوبې ثباتیو اصلی سرچینې دی .

 صهونیسټ رژیم   په لویدیځی  آسیا کې یوازینی رژیم دی چې  ایټمی وسلې لری او  سعودی عربستان   په دې  خاطر چې  له دغه رژیم سره  ئې پراخې اړیکې ټینګې کړی دی،    پخپل  خیال    له  ایټمی وسلو  دسیمې  دپاکولو اساس   او بنیاد،  دایران سوله ایز ایټمی  پروګرام ګڼی .

 د ایټمی انرژۍ   نړیوال آژانس  پخپلو پرله پسې اتو راپورونو کې   دایران  ټول  ا یټمی پروګرامونه  دجامعې ایټمی  موافقې  په  چوکاټ کې او سوله ایز اعلان کړی دی .

په ایران کې د موساد جاسوسی ادارې یو مزدور په پانسۍ محکوم شو.

کریسټیانو رونالډو دپنځم ځل لپاره په فټ بال کې د نړۍ اتل لوبغاړی شو ، خو مسی هغه ته د مبارکی په وخت دروغجنه مسکه درلوده .

 

اطلاعات ورځپاڼه

د ایران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنیت د کمېشن مشر په وېتنام باندې په حمله کښې د امریکې ماتې ته په اشارې سره ټینګار  وکړ: امریکا به د ملتونود ارادې په وړاندې ماتې قبلولو ته مجبوره وی .

 

روسیې په سورئې کې د کیمیائی وسلو د څیړنو په باب دامریکا پریکړه لیک ویټو کړ

د تهران څارنوال ویلی دی چی د موساد ګوډاګې په اعدام محکوم شو .

 

د ایران د قضائی قوې د بشری حقوقو د کمېټۍ سېکتر د اسلامی جمهوریت په خلاف د امریکې بندیزونو ته په اشارې سره تاکید وکړ: په سیاسی بهانې سره له خپلو حقوقو څخه د یو ملت بې برخې کول د ملګرو ملتو د منشور او د بشری حقوقو د مصوبو په خلاف چاره ده.

 

د ایران د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د دفتر مشر حجت الاسلام والمسلمین محمد محمدی ګلپایګانی له عراق څخه د کردستان سیمې دجلا کیدا د ټولپوښتنې ترسره کیدا ته په اشارې سره تینګار وکړ امریکا او صهیونیسټ رژیم دایران امنیت ته د ګوزار د ورکولو پلان جوړ کړی وو.

دسورئې په چارو کې د روسیې دولسشمر ځانګړی استازی او دایران مرستیال خارجه وزیر د سورېئ دشخړې دحل لپاره د آستانې د خبرواتور د اوم پړاؤ دایجنډا په باب سره خبرې اترې وکړې

 

ایران ورځپاڼه

 

عراق د امریکا ګواښ ته نه وویل .

 

پاکستانیو چارواکو د امریکاد خارجه وزیر سوړ هرکلی وکړ. دامریکا  خارجه وزیر  رکس ټیلرسن  پرون  په داسې حال کې  دپاکستان ا سلام اباد ته ورغی چې  د دغه هیواد  دخارجه وزارت مرستیال  ئې په هوائی ډګر کې هرکلی وکړ .

 راپورښئ  له دې وروسته  د پاکستان  لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ،  خارجه وزیر  خواجه آصف ، دفاع وزیر خرم دستګیر خان ،  دپوځ عمومی قوماندان  جنرال  قمر جاوید باجوه ، د استخباراتی ادارې یا آئی  ایس آئی مشر  نوی مختار  په ګډه   دامریکا له خارجه وزیر سره  کتنه وکړه  .

  داپه داسې حال کې دی چې   په اسلام اباد کې   په ډیپلوماسۍ کې  سمه خبره نه ده چې  دامریکا   خارجه وزیر  په یوه وخت     دپاکستان  له درو سیاسی چارواکو سره لیده کاته وکړی .

  ډیری سیاسی کارپوهان اوشناندی  دغه اقدام    د دغې کتنې ترسره کیدا  ته د  اسلام اباد دچارواکو   په نه دلچسۍ ښودلو تعبیر کړی  دی.

  دامریکا  ولسمشر ډ ونالډ ټرمپ   په همداوروستیو کې   دجنوبی آسیا په  باب د سپینې مانۍ  دنوی سټراټژۍ  په  اعلان کې   پاکستان ته ا شاره کړې او ټیڼګار ئې کړی ؤ  چې واشنګټن  نور  په پاکستان کې د طالبانو په څیر  د ترهه ګرو  ډلو په شتون  غلی نشی کیښناستلی .  هغه  همداراز ادعا کړې وه چې  پاکستان  له ترهه ګرو ملاتړ کوی ،  خو   دپاکستان  لوړپوړو چارواکو  د ډونالډ ټرمپ  په  دغو خبرو خپه شوی   او دا ئې چورلټې رد کړې دی  چې له هماغه وخت راهسې  د دواړو هیوادونو اړیکې تر ډیره حده ترینګلی دی .  

 

محمد جواد لاریجانی ویلی دی د ایران په خلاف د امریکې بندیزونه د بشری حقوقو په خلاف چاره ده .

د سوریې په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دالمیادین ښار د ازادولو د عملیاتو قوماندان سهیل حسن وویل په دغه ښار کښې دداعش ډلې د وسلو له ګودامونو موډرنې او نوی وسلې کشف شوی دی .

 

دایران د ددفاع وزارت سرپرست  سردار تورن جنرال  قاسم  تقی زاده     دایران  د اصفهان ښار په شاهین شهر کې  د  ایران د الوتکو دجوړونې دصنائعو دشرکت (هسا)  د عمومی مدیرانو  د درنښت په دستورو کې  ووئیل ،   په هسا شرکت کې  د هوائی حوزې  دانسانی  سرچینو او سخت آوزاری  توانمنیو پراختیا  دایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت  اصلی سټراټژۍ دی .

 

اعتماد ورّځپاڼه

 

د مشهد په حرم رضوی کې د حسینی اربعین  د خادمانو او زوارانو د بدرګې دستورې ترسره شوې .

د عراق د کرستان سیمې مشر بارزانی د نسکوریدا له ویرې لالهنده شوی دی .

افغان ولسمشر اشرف غنی  چې هند ته یې سفر کړی دی  د دغه هېواد له لومړی وزیر او د بهرنیو چارو له وزیرې  سره کتنه وکړه.

د پاکستان د پارلېمان مشر له تهران سره د اړیکو  په پراختیاټینګار  وکړ .

د افغانستان پخوانی ولسمشر کرزی ویلی دی چی امریکا زمونږ خیر نه غواړی .

  دافغانستان  پخوانی ولسمشر  ټینګار کړی  په افغانستان  کې دامریکا  سټراټژی   د جنګ او وینوبهیدا  دوام دی .  هغه د دې خبرې په کولو سره چې  افغانان  د سولې هیله کوی ، زیاته کړې ،  دافغانستان ملت  دامریکا په  مقابل کې دریدلی دی .

  حامد کرزی   دایران او  دشاوخوا  چاپیریال  په نامه په نړیوال  سیمنار کې د ګډون لپاره  چې  وړمه ورځ  په تهران کې پیل شوی ،  ایران  ته په سفر راغلی  او نن به  په دغه سیمنار کې وینا وکړی .  په دغه نړیوال سیمنار کې  د ترکیې ،افغانستان ، ترکمنستان ، آذربایجان جمهوریت ، ارمنستان ،کویت ، سویډ ،  بیلجیم ، جرمنی  او آسټریا   کابو پنځه څلویښت  لوړپوړی پخوانی چارواکی او  څیړاند ګډون کوی.

د عراق لومړی وزیر حید العبادی ویلی دی دعراقی پوځ په مقابل کې هرډول مقاومت له فساده ملاتړ دی . حیدرالعبادی  په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی ،  د عراق په شمال کې  دکرکوک ښاریز  له هغو خوځښتونو سره سره چې  دهغوی په ضد کیږی ،   له مرکزی حکومت سره   ډیره ښه ملګرتیاکوی .