سوریې په مقاومت سره سترې بریاوې ترلاسه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58573-سوریې_په_مقاومت_سره_سترې_بریاوې_ترلاسه_کړې
د ایران د اسلامي شورا مشر د ترهګرو په مقابل کښې د سوریې بریاو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: داعش ترهګرې ډلې سوریه وال سخت تاواني کړل خو د دغه هیواد خلکو په خپل مقاومت سره سترې بریاوې ترلاسه کړی شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2017 02:22 Asia/Kabul
  • سوریې په مقاومت سره سترې بریاوې ترلاسه کړې

د ایران د اسلامي شورا مشر د ترهګرو په مقابل کښې د سوریې بریاو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: داعش ترهګرې ډلې سوریه وال سخت تاواني کړل خو د دغه هیواد خلکو په خپل مقاومت سره سترې بریاوې ترلاسه کړی شوې.

د ایرنا د خبر له مخې علي لاریجاني پرون په تهران کښې د سوریې د مرستیال خارجه وزیر فیصل مقداد په کتنه کښې وویل: ایران کُرد دوستانو ته خبرداری ورکړی و چې احتیاط دې وکړي څو په سیمه کښې کومه نوې مسئله رامینځته نه شي او د هغوي ډیرو کسانو دا خبره منله.

لاریجاني زیاته کړه چې د امریکې لخوا د دا ډول قوانینو مطرح کول یوازې د هغې په تاوان دي.

په یاد ملاقات کښې د سوریې د خارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد هم د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني ته د خپل هیواد د ولسمشر بشارالاسد د سلام په رسولو سره وویل: په سوریې کښې له ترهګرو سره په جنګ کښې د ایران سرښیندنې خپله د دې هیواد له خلکو کمې نه وې او د سوریې حکومت او ولس دواړه د ایرانیانو د سرښیندنو قدردان دي.

هغه زیاته کړه چې که د امریکې خنډاچونې نه وی نو سوریه به د ترهګرو خلاف جنګ کښې ډیره زر بریالی شوې وه.

فیصل مقداد همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غلیمانه څرګندونو په غندلو سره وویل: له ټولو هلوځلو سره سره، امریکا خپلو نزدې انډیوالانو هم یوازې پریښې ده او ټول د ایران ترڅنګ دریدلي دي.