د عاصمه جهانګیر رپورټ سیاسي، غرضي او ناروا دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58610-د_عاصمه_جهانګیر_رپورټ_سیاسي_غرضي_او_ناروا_دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د ایران په چارو کښې د ملګرو ملتو د د بشري حقوقو شورا نوی رپورټ غرضي، ناروا او بې اعتباره وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2017 04:22 Asia/Kabul
  • د عاصمه جهانګیر رپورټ سیاسي، غرضي او ناروا دی

د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د ایران په چارو کښې د ملګرو ملتو د د بشري حقوقو شورا نوی رپورټ غرضي، ناروا او بې اعتباره وباله.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې بهرام قاسمي څرګنده کړه: د ځانګړې رپورټرې او هغو رپورټونو په هکله چې د بشري حقوقو شورا ته یې وړاندې کوي، د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ یو اصولي دریځ دی او په اسلامي ایران کښې د بشري حقوقو د وضعیت لپاره د رپورټر د ټاکلو د سیاسي او ناعادلانه ماهیت خلاف دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ځانګړې رپورټرې رپورټونه د یو څو هیوادونو په سیاسي او بدغواړو اهدافو ولاړ یو ناعادلانه پریکړه لیک په بنیاد برابر او وړاندې کیږي، څرګنده کړه: د ځینو هیوادونو لخوا د سیاسي، غیرصادقانه او بیخي د دوه ډوله معیار په اساس کړچارونو ګټه پورته کول به د نړۍ په سویه د بشري حقوقو د مقولې د شان او موقعیت له کمزوري کولو او د بشري حقوقو د هغو مدعیانو او د هغوي د ملاتړو له رسوا کیدو پرته بله پایله ونه لري چې ټول د بشري حقوقو په لړ کښې تورې کارنامې لري.

د ویلو ده چې د ایران په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې عاصمه جهانګیر د روان ۲۰۱۷ کال د وړومبیو شپږو میاشتو په هکله خپل رپورټ کښې د اسلامي قصاص او د نشه ایزو توکو د قاچاقچیانو د اعدام د حکم په اجرا کیدو یوځل بیا په نیوکې سره په ایران کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ادعا تکرار کړې ده.