د ایران او سوریې د دفاع د وزیرانو ټیلفونی خبرې اترې
د ایران د اسلامی جمهوریت او سوریې د دفاع وزیرانو په ټیلفونی خبرو اترو کښې د سیمې او نړۍ د وروستیو حالاتو او د سوریې د بدلونونو د څېړنې ترڅنګه د ترهه ګرو د نابودۍ لپاره په لا زیاتو ملګرتیاو او کوششونو تاکید وکړ.
د ایران د دفاع وزیر جنرل امیر حاتمی نن په دغو ټیلفونی خبرو اترو کښې د سوریط حکومت او ملت ته د وروستیو میدانی کامیابیو په تېره بیا د دیرالزور د ازادۍ مبارکی وویله او وې ویل: د ترهه ګرو ډلو په مقابل کښې د سوریې د وسله والو ځواکونو او ملت «مقاومت او ټینګ اودرېدنه د ستائنې وړ ده او پکار دی له خپل تشخص څخه د یو ملت د روا دفاع په تاریخ ثبت شی.»
د ایران د دفاع وزیر د ترهه ګرو په وړاندې د سوریې د فوځ د کامیابیو د دوام او سوریې ته د پوره ثبات او امنیت د ستنېدو په اړه تاکید وکړ: ایران هم هغه شان چې تر اوسه یې له خپلو سوری وروڼو څخه ملاتړ کړے دے کلکه اراده لری چې له جنګه په وروسته مراحلو کښې به هم د خپلو سوری وروڼو تر څنګه پاتې شی.
د سوریې د دفاع وزیر جنرل جاسم الفریج هم د ټرورېسټی – صهیونېسټی ډلو د دسیسو او دښمنیو په شنډولو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له ملاتړونو څخه په قدرونې سره وویل: ایران په دغه تریخجن دوران کښې تل د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګه ولاړ ؤ او دے چې دغه هېواد له خپل قانونی حاکمیت څخه دفاع وکړې شی.
د سوریې د دفاع وزیر زیاته کړه: د ایران او سوریې غږملتیا د دواړو هېوادونو او سیمې د سولې، ثبات او امنیت ضمانت ورکونکې ده.
د سوریې د دفاع وزیر همدارنګ سوریې ته د سفر لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزیر ته بلنه ورکړه.