د ایران د لړم د ۲۵ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59311-د_ایران_د_لړم_د_۲۵_نیټې_مطبوعات
د عربستان مفتی اعظم فتوا ورکړی ده چی د صیهونیسټانو وژل حرام اود فلسطین حماس غورځنګ یوه ترهه ګره ډله ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 08:28 Asia/Kabul
  • د ایران د لړم د ۲۵ نیټې مطبوعات

د عربستان مفتی اعظم فتوا ورکړی ده چی د صیهونیسټانو وژل حرام اود فلسطین حماس غورځنګ یوه ترهه ګره ډله ده .

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

د کرمانشاه د زلزله ځپلو لپاره اویا میلیون ډالره  وړیا مرستې تصویب شوی . د ایران د حکومتي کابینې په دغه غونډه کښې د زلزله ځپلو سیمو له کتنې او خلکو ته د رسیدلي تاوان د اندازې اخیستنې د اجرايي ادارو د رپورټ له اوریدل کیدو وروسته د کرمانشاه د زلزلې له امله د اوښتي تاوان د جبیره کولو او بیارغاونې لپاره ۷۰ میلیون ډالر وړیا مرستې او همداشان ۱۶۴ میلیون ډالره پور ځانګړی شو.

په دغه غونډه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني له زلزله ځپلو سره د ایران د وسله والو ځواکونو او د ولس د خواخوږۍ او مرستو په قدرونې سره وویل: په دې پيښه کښې د ورورولۍ او له وطن او اسلام سره د مینې روحیه له مخکښې نه زیاته څرګنده شوه.

 

په زمبابوې کې د حکومت د نسکوریدا راپورونه رارسی خو پوځ یې ردوی. په زمبابوې کی د ولسمشر موګابې د دولت د نسکورولو خبرونه رارسی خو د پوځ ویندوی ویلی دی چی پوځ  د حکومت کنټرول په لاس کې ندې اخیستې بلکې د ولسمشر د شاو خوا مجرم کسان یې هدف دی  ځکه چی په هیواد کې ټولنیز او اقتصادی کړکیچ ته لمن وهی .

دغه راپور زیاتوی چی د زمبابوې په پلازمنې هرارې کې د پوځ د ټینکونو او عسکرو خوځښتونه لیدل شوی دی . داسې راپورونه هم رارسیدلی دی چی پوځ په ټیلی ویژن سټیشن قبضه کړی ده .

درسندویو د راپورونو له مخې په هیواد  کی دا سیاسی کړکیچ د ولسمشر موګابې لخوا د مرستال ولسمشر له څنګته کیدا وروسته پیل شوی دی .

موګابې له  ۱۹۸۰ کال راهیسې  ولسمشر دې او اوس غواړی چی خپلې میرمنې لپاره قدرت ته د رسیدا زمینه برابره کړی .

د جاپان خلکو په اوکیناوا ټاپو کی امریکایی ضد مظاهرې ترسره کړی دی .

په نړیوالو چارو کښې دایران د اسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ دسیمې دهیوادونو د ویشلو دسیسه د ټولو اسلامی هیوادونو په تاوان ده .

 

کیهان ورځپانه

د عربستان مفتی اعظم فتوا ورکړی ده چی د صیهونیسټانو وژل حرام اود فلسطین حماس غورځنګ یوه ترهه ګره ډله ده .

عراقچی وایی د لویدیځې اسیا تسلیحاتی بهیر اندیښمنونکې دې . د ایران د خارجه وزیر د نړیوالو او حقوقی چارو مرستیال سید عباس عراقچی په تهران کې د اسیا د لویدیځ د سیمه ایز امنیت او تسلیحاتی بهیرونو په نړیوالو سیمینار کی وویل د اسیا په لویدیځ کې د وسلو تر ټولو ستر اخیستونکی عربستان ، قطر ، امارت او ترکیه دی چی له امریکا دغه وسلې اخلی .

عراقچی  وویل د اسیا لویدیځ د نړۍ د وسلو په تر ټولو ستر بازار بدل شوی دی  او په دغه سیمه کې هیوادونو ترمینځ د درندې تسلیحاتی سیالۍ شاهدان یو .

ښاغلی عراقچی د دې خبرې په کولو سره چی صیهونیسټ رژیم  له ۸۵ تر ۴۰۰ پورې ایټمی خولۍ لری ، وویل  له ایټمی وسلو دخالی مینځتی ختیځ ایډیا له اویایمې  لسیزې په سیمه کې مطرح  وه او ایران او مصر د دغې ایډیا بنسټ ایښودونکی دی ، په عین حال کی صیهونیسټ رژیم اصلی خنډ وو چی اجازه یې ورنکړه له ایټمی وسلو د خالی مینځنی ختیځ سیمه بڼه غوره کړی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په حقوقي برخه کښې د امریکې ایراني ضده ادعاوې هیڅ قانوني حیثیت نه لري.

اطلاعات ورځپآڼه

 

بهرام قاسمی وویل افغان هنرمندانوته د ویزو د صادرولو په برخه کې ځانګړی اسانتیاوې وړاندی کیږی . د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی په تهران کې د نیمروز له نندارتون د کتنې په ترڅ کی چی پکی د افغان هنرمندانو اثار نندارې ته وړاندی شوی ، وویل  تر راتلونکو څو ورځو پورې د ایران د خارجه وزارت لخوا د افغان  او ایرانی هنرمندانو ترمینځ د کلتوری او هنری تبادلاتو په هدف د افغانستان د چاروالو او هنرمندانو د ویزې په صادرولو کې د اسانیتاو لپاره سلاو مشورې ترسره کیږی .

ښاغلی قاسمی زیاته کړه باید په افغانستان کې د ایران د سفارت له کلتوری برخو سره د افغان هنرمندانو ارتباط زیات شی ، تر څو هغو له دې پرته چی د نوبت په اوږدو صفونو کې شتون ولرلې شی ،  له یوې مشخصې لارې  په ایران کې د هغو د شتون سملاسی  زمینه برابره شی .

ښاغلی قاسمی همداراز د تهران په نیمروز نندارتون کی د وړاندی شویو اثار د کیفیت او کیمیت په ستایلو سره وویل  د نیمروز له نندارتون کتنه د ایران او افغانستان ملتونو ترمینځ  کلتوری ورته والیو ته په پام سره د کلتور او هنر د میناوالو لپاره دډیروګټه ور ټکیو درلودونکی کیدلې شی .

 

د امریکايي کانګرس ډیموکراټان د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کوي .

 

شمالی کوریا دامریکا په ولسمشر نیوکه وکړه . دامریکا ولسمشر ټرمپ دشمالی کوریا دولسمشر کیم جونګ این سپکاوی کړی او په دې وجه دشمالی کوریا رسنیو په ټرمپ سخته نیوکه کړی ده .

 

د سوریې ولسمشر بشار اسد دایران دبهرنیو چارو دوزیر له مرستیال حسین جابری انصاری سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د سیمې او دنړۍ بدلونونه د دمشق پرضد د جنګ له لومړیو څخه دسوریې د سیاستونو سموالی ثابتوی .