دلبنان دملت وحدت دامریکا،اسراییلواوآل سعود رژیم د دسیسو دشنډولوپه معنادی
آیت ا... امامی کاشانی ووئیل ، نن سبا د نړۍ شرائط ډیر حساس شوی دی او مسلمان ملتونه باید د دښمن د دسیسو په وړاندې سره متحد شی .
زمونږخبریال راپور راکړ د تهران د جمعې لمانځّه موقته خطیب آیت ا.... محمد امامی کاشانی دلمانځه په خطبو کې دسعودی عربستان په ریاض کې د لبنان د لومړی وزیر سعد حریری استعفی ته په اشارې سره ووئیل ، دا موضوع ښئ چې دښمن داسلامی هیوادونو لپاره ددسیسو په پلانونې او په سیمې اولبنان کې د تاؤتریخوالو په رامنیځةکولو بوخت دی ،خو دخداوندمتعال به مهربانۍ او مرستو سره دلبنان ولس اودرستې پرګنې ویښې دی .
دتهران دجمعې لمانځه موقته خطیب دلبنان د ولس په تیره بیا د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی سید حسن نصر ا.... په قدرونې سره ووئیل که سعد حریری لبنان ته بیرته ستون شی ، نو ټول ورځینی هرکلی کوی او دا ، د آل سعود رژیم د دسیسې دشنډیدو په معنا دی .
هغه همداراز د په سیمې په تیره بیا په یمن کې د آل سعود رژیم جنایتونو ته هم اشاره وکړه او وې وئیل ، آل عسود رژیم دومره ذلیل اوبدبخت دی چې صهونیسټ رژیم ته بودجه ورکوی څو په اسلامی هیوادونو حمله وکړی .
هغه ووئیل ، نن سبا د نړۍ شرائط ډیر حساس شوی دی او مسلمان ملتونه باید د دښمن د دسیسو په وړاندې سره متحد شی .
آیت ا... امامی کاشانی په پای کې د ایران په لودیځ کرمانشاه ولایت کې زلزلې ا و دزیات شمیر خلکو وژل کیدو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دایران له زلزله ځپلو سره د مرستو نه کولو په باب دامریکا دولسمشر څرګندونې سپیرې او کثیفې خبرې دی چې د یوه شیطان صفته کس له خلقومه راپورته کیږی او دا دنړۍ بدبختی ده چې دامریکا ولسمشر دغه شان خبرې کوی .