د ایران د لړم د ۲۷ نیټې مطبوعات
الجزیره ټیلی ویژیونی چینل په یوه راپور کی وایی چی په یمن کی د ورځې ۱۳۰ ماشومان له لوږې او ناروغۍ وژل کیږی .
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
د اسلامی ایران مسلمان ولس د کرمانشاه د زلزله ځپلو په مرسته کی ډیر لوړ همت وښوده . د ایران دولت ، د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک ، پوځ او نور درست اورګانونه د خلکو په مرستو بوخت دی .
په عراق کی د داعش د ترهه ګرې ډلی بشپړه ماته وخوړه .
د ال سعودو رژیم تیریګرو جنګی الوتکو دیمن په لویدیځ کښې دالحدیده ولایت په الزهره ښار کښې په خمیس الواعضات سیمه کښې له مسافرو په یوه ډک بس حملې سره شپږعادی خلک ووژل او اته نور ژوبل کړل .
سعودی عربستان د امریکا، ، متحده عربی اماراتو، اردن ،انګلستان او د ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
دیمن پرضد دسعودی عربستان په حملو او بمباریو کښې په زرګونو کسان وژل شوی او ژوبل شوی او په میلیونونو نور خلک کډوال شوی هم دی .
روسیې د سوریې پرضد د امریکا د پریکړه لیک مسوده وټو کړه .
داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف روښانه کړې سعودیان تاریخی واقعیتونو ته له پامه پرته غلیمانه اوجاهلانه اقدامات کوی چې تراوسه پورې ئې یوازې خپلو ګټو ته تاوان رسولی دی .
اطلاعات ورځپاڼه
په کرمانشاه کی له سختې زلزلې وروسته ، دغې سیمې ته ژوند او ارامښت ورستون شوی دی .
نوموړی ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د نیویارک ټایمز دغې خبرې ته هم اشاره کړی ده چی اعتراف یې کړی ، ایران د سیمې د اداره کولو پوهه او درایت لری .
اردوغان وایی امریکا له داعش مالی ملاتړ کوی .
انګلستان ایران ته خپل ۴۵۰ میلیون پونډه پور ورکړ .
سعودی عربستان د لبنان لپاره دقطر سناریو تکراروی . سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو ، بحرین او مصر د روان میلادی کال په جون میاشت کښې له قطر سره خپلې اړیکې په دې خاطر چې دوحه د عربستان له سیاست سره غږمله نه ده غوڅې کړې .
د قطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی پرون په واشنګټن کښې خبریالانو ته وویل سعودی عربستان کوشش کوی لبنان تر خپلې سلطې لاندې ورولی .
هغه وویل هغه کړکیچونه چې په سیمه کښې شته داسې ښکاری چې په سیمه کښې د غلطۍ ستراتیژۍ په وجه له کنټرول څخه وتلی دی .
دقطر خارجه وزیر وویل دسیمې په کوچنیو هیوادونو د سلطې لپاره هڅې کیږی اوځینې هیوادونه(عرب هیوادونه ) کوشش کوی چې کوچنی هیوادونه تسلیمیدا ته مجبوره کړی .
دقطر دباندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی ټینګار وکړ سعودی عربستان او متحده عربی امارات باید دغه خبره درک کړی چې په نړۍ کښې نړیوال حقوق او نظام شته او باید دهغوې احترام وکړی .
دعراق راوه ښار به بشپړ ډول له داعشی تکفیریانو پاک شو.
کیهان ورځپاڼه
د عراق د کورنیو چارو وزیر وایی چی په عراق کی د داعش د ترهه ګرې ډلې دوسیه وتړل شوه .
الجزیره ټیلی ویژیونی چینل په یوه راپور کی وایی چی په یمن کی د ورځې ۱۳۰ ماشومان له لوږې او ناروغۍ وژل کیږی .
د کرمانشاه د زلزله ځپلو سیمو بیا رغاونه ډیره ژر پیلیږی .
آیت ا... امامی کاشانی وویل ، نن سبا د نړۍ شرائط ډیر حساس شوی دی او مسلمان ملتونه باید د دښمن د دسیسو په وړاندې سره متحد شی . د تهران د جمعې لمانځّه موقته خطیب آیت ا.... محمد امامی کاشانی دلمانځه په خطبو کې دسعودی عربستان په ریاض کې د لبنان د لومړی وزیر سعد حریری استعفی ته په اشارې سره ووئیل ، دا موضوع ښئ چې دښمن داسلامی هیوادونو لپاره ددسیسو په پلانونې او په سیمې اولبنان کې د تاؤتریخوالو په رامنیځةکولو بوخت دی ،خو دخداوندمتعال به مهربانۍ او مرستو سره دلبنان ولس اودرستې پرګنې ویښې دی .
دتهران دجمعې لمانځه موقته خطیب دلبنان د ولس په تیره بیا د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی سید حسن نصر ا.... په قدرونې سره ووئیل که سعد حریری لبنان ته بیرته ستون شی ، نو ټول ورځینی هرکلی کوی او دا ، د آل سعود رژیم د دسیسې دشنډیدو په معنا دی .
هغه همداراز د په سیمې په تیره بیا په یمن کې د آل سعود رژیم جنایتونو ته هم اشاره وکړه او وې وئیل ، آل عسود رژیم دومره ذلیل اوبدبخت دی چې صهونیسټ رژیم ته بودجه ورکوی څو په اسلامی هیوادونو حمله وکړی .
آیت ا... امامی کاشانی په پای کې د ایران په لودیځ کرمانشاه ولایت کې زلزلې ا و دزیات شمیر خلکو وژل کیدو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دایران له زلزله ځپلو سره د مرستو نه کولو په باب دامریکا دولسمشر څرګندونې سپیرې او کثیفې خبرې دی چې د یوه شیطان صفته کس له خلقومه راپورته کیږی او دا دنړۍ بدبختی ده چې دامریکا ولسمشر دغه شان خبرې کوی .
دایران داسلامی جمهوریت د وسله وال پوځ عمومی قوماندان ستر جنرال سید عبدالرحیم موسوی هم په همداوروستیو کې ټینګار کړی ، ژمن کیږی چې دایران پوځ داسلامی انقلاب له سپاه پاسدارانوسره لاس په لاس دسلطې درژیم اډاڼۍ نړوو ، څو دصهونیسټ رژیم ژوند زر ترزره پای ته ورسیږی .
په لبنان کښې د روسیې سفیر الکساندر زاسپکین (Alexander Zasypkin)ددغه هیواد له حکومت څخه د حزب الله غورځنګ د څنګ ته کولو لپاره ځینو دباونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ماسکو ددغو دباونو او غوښتنې خلاف دی .
د روسیې دفاع وزارت دسوریې په ختیځ کښې په البوکمال ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو د بمباریو خبرورکړ .