ایران د خپلو ګاونډیانو د حفاظت لپاره سرښیندنه کوي
د مسلمانانو د وحدت او یو کیدو لاره د رسول ا...(ص) له پاکې کورنۍ او اهلبیتو علیهم السلام سره مینه ده.
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار وویل: په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نفوذ ویاړمن دی ځکه چې دا نفوذ دوستانه دی او ایران د خپلو ګاونډیانو د ساتنې لپاره سرشیندنه کوي.
علي اکبر ولایتي بیګا د ایران د ټیلیویژن د دویم چینل په ځانګړي پروګرام کښې د ایران اسلامي جمهوریت د مقاومت چورلیز وباله او زیاته یې کړه: که اسلامي ایران د سوریې، عراق او لبنان مرسته نه وی کړې نو اوس به بغدا، دمشق او بیروت د داعش په واک کښې وو.
هغه په دې خبرې سره چې ایران د تاریخ په اوږدو کښې هرکله چې مقتدر و له پولو نه بهر یې له دښمنانو سره مقابله کړې ده، څرګنده کړه: د عراق او سوریې د چارواکو د څرګندونو له مخې د دغو هیوادونو قانوني حکومتونو په خپله له داعش سره د مقابلې لپاره له ایرانه مرسته غوښتې وه.
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار همداشان د سیمې په وړاندې د لویدیځ د سیاست په هکله هم وویل: په داسې حال کښې چې اروپايي هیوادونو د پياوړي کیدو لپاره یوموټي کیږي او اروپايي اتحادیه جوړوي، غواړي چې په اسلامي او د مینځني ختیځ پر هیوادونو د سلطې او نفوذ لپاره هغه ټوټې ټوټې کړي.
علي اکبر ولایتي دې ټکي ته په اشارې سره چې لویدیځوالو د اسلامي هیوادونو د ویشلو لپاره پر اعتقادي او قومیتي اختلافاتو تمرکز کړی دی، وویل: کوم ریفرنډم چې د عراق په کردستان کښې وشه د اسلامي هیوادونو د ټوټې کولو لپاره د امریکايي او صهیونیسټي دسیسې یوه نمونه وه او هغوي غوښتل چې د ایران د اسلامي جمهوریت، عراق او ترکیې په خوا کښې (یو بل اسرائیل) جوړ کړي.
هغه په دې خبرې سره چې د مسلمانانو د وحدت او یو کیدو لاره د رسول ا...(ص) له پاکې کورنۍ او اهلبیتو علیهم السلام سره مینه ده، زیاته کړه: امریکایان او صهیونیسټان د داعش په جوړولو سره د مسلمانانو ترمینځ د کرکې، تفرقې او بیلتون په لټه کښې وو.
علي اکبر ولایتي په سیمه کښې د سعودیانو د کړچار په هکله هم ټینګار وکړ چې زیاتره عرب، سعودي رژیم نه مني او د عربانو لازیاته بدبختي د سعودي چارواکو د کړچار په وجه ده.