د داعش پاې د امریکې او صهیونیسټ رژیم شرمونکې ماتې وه
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د داعش د شجره خبیثه ماتیدل د امریکې، اسرائیلو او نړیوال صهیونزم لپاره له ذلالته ډکه ماتې وبلله.
حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د داعش پاې ته په اشارې سره وویل: امریکا، صهیونیسټ رژيم او عربستان د داعش ترهګرې ډلې په جوړولو سره په سیمه کښې د بلوا، جنګ، نښتې او ناامنۍ رامینځته کولو په لټه کښې وو خو دسیسو یې ماتې وخوړله.
حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي زیاته کړه: د بشریت د تاریخ د جنایتونو ټولګه په داعش کښې خلاصه کیدله او د جوماتونو ورانول، د بیګناه انسانانو وژل، له هغو سرونه پرې کول او ژوندي سوزول د دغې خبیثې ډلې د جنایتونو یوه برخه وه.
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب د حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ځیرکانه مشري، د عراق د شیعانو د عالي قدره مرجع آیت ا... العظمی سیستاني موثر رول، د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک د قومندان سردار قاسم سلیماني بې سارې قومنداني، د عراق او سوریې د ولسي ځواکونو ایمان، جهاد او شهادت غوښتنه، د دغو دواړو هیوادونو د حکومتونو دریدنه او ورڅخه د ایراني چارواکو ملاتړ پر داعش د برلاسي کیدو عوامل بللي دي.
حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي په دې خبرې سره چې دښمنان لاهم له ایرانه د ویرولو په لټه کښې دي، څرګنده کړه: دښمنان له ایرانه په ویرونې سره د ایران د اسلامي جمهوري نظام د خرابولو په تکل کښې دي خو دا نظام ورځ په ورځ لا پياوړی کیږي.