د لویدیځ روزلی افراطي تفکر د صهیونیسټ رژیم لپاره ارامښت رامینځته کوي
د مصر په شمالي سینا ولایت کښې پرون د جمعې په لمانځه کښې د بم چاودنې او ډزو په پيښه کښې لږترلږه ۳۰۵ کسان وژل شوي او ۱۲۸ زخمي شوي دي.
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي په مصر کښې د ترهګرې حملې په غندلو سره ټینګار وکړ چې د لویدیځ په تیره بیا امریکې لخوا روزل شوی افراطي تفکر غواړي چې د مذهبي او قومي نښتو د اور په غرغنډه کولو سره له پولو پورې غاړه د صهیونیسټي رژيم لپاره ارامښت او امنیت برابر کاندي.
آیت ا... محسن اراکي نن د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل: دا بدې پيښې چې هره څه موده پس د اسلامي هیوادونو په یوه برخه کښې رامینځته کیږي داسې ژور زخمونه دي چې د اسلامي نړۍ په وجود لګیږي.
هغه زیاته کړه: د دې پيښو په وړاندې چې له اسلامي هیوادونو نه له بهر څخه برابریږي، د مسلمانانو اتحاد او یووالی ضروري دی.
د ویلو ده چې د مصر په شمالي سینا ولایت کښې پرون د جمعې په لمانځه کښې د بم چاودنې او ډزو په پيښه کښې لږترلږه ۳۰۵ کسان وژل شوي او ۱۲۸ زخمي شوي دي.