دایران دبهرنی سیاست اساس،له نړۍسره تعامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60097-دایران_دبهرنی_سیاست_اساس_له_نړۍسره_تعامل_دی
اسلامی ایران تل هڅه کړې ده ، دسیمې مشکلات د مخامخیدا له لارې نه ،بلکې دخبرواترو له لارې حل کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2017 01:50 Asia/Kabul
  • دایران دبهرنی سیاست اساس،له نړۍسره تعامل دی

اسلامی ایران تل هڅه کړې ده ، دسیمې مشکلات د مخامخیدا له لارې نه ،بلکې دخبرواترو له لارې حل کړی .

زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا  په ټیلیویژنی  وینا کې  په دې خبرې کولو سره چې  دایران  دبهرنی سیاست   اساس ،   له نړۍ سره   عزتمند  اورغنده  تعامل دی ، روښآنه کړې ،  اسلامی ایران  تل هڅه کړې ده ،  دسیمې مشکلات د  مخامخیدا له  لارې نه ،بلکې  دخبرواترو له لارې حل کړی .

 ډاکټر حسن روحانی  همداراز  له ترهه ګرو سره په مبارزې  کې   له عراق او سورئې سره د ایران داسلامی جمهوریت مرستو او دغه راز  دعراق دکردستان سیمې دموضوع په باب  د ایران ،عراق اوترکیې ملګرتیا ته  هم اشاره وکړه او وې وئیل ،  ایران  دسیمې په کراری اوثبات  اوسولې  پسې دی .  

 داسلامی ایران ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې ایران، دعربستان په څیر  په سیمې کې یو  دوو هیوادونو پرته  د  روسیې ،ترکیې ،عراق ، قطر ،افغانستان او پاکستان پشمول  له نورو هیوادونو سره ښې اړیکې لری  روښآنه کړې ؛  سعودی عربستان   په سیمې  او  خپلو داخلی شخړو کې  پر خپلو ماتو د برغولی  د کیښودلو  لپاره  هڅه کوی ، ایران  دښمن  معرفی کړی.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  عربستان په قطر ،عراق ،سورئې او لبنان کې  ناکام  شوی ، زیاته کړې ؛ ریاض  به  دخپلو تیر وتو اقداماتو په دوام سره  یوازې خپلې ستونزې اومشکلات  لازیات کړی .

 داسلامی ایران  ولسمشر   له اروپائی اتحادئې سره  دایران  ښو اړیکو ته اشاره وکړه او وې وئیل  دنړۍ له زیاترو هیوادونو سره  دایران تجارتی اړیکې نوره هم په ښه کیدو دی .

 ډآکټر روحانی  همدراز ایران  د  د سیمې  د انرژۍ ،ریل لارو او انټرنیټ  مرکز وبالۀ او وې وئیل  اسلامی  ایران   له زیاتره  ګاونډیو هیوادونو سره  دبریښنا مبادلې ته دوام ورکوی . داسلامی  ایران  ولسمشر  زیاته کړې ،  ډیر زر به د ایران  ریل لاره له ټولو ګاونډیو ه یوادونو سره  وګنډل شی .