دایران دبهرنی سیاست اساس،له نړۍسره تعامل دی
اسلامی ایران تل هڅه کړې ده ، دسیمې مشکلات د مخامخیدا له لارې نه ،بلکې دخبرواترو له لارې حل کړی .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا په ټیلیویژنی وینا کې په دې خبرې کولو سره چې دایران دبهرنی سیاست اساس ، له نړۍ سره عزتمند اورغنده تعامل دی ، روښآنه کړې ، اسلامی ایران تل هڅه کړې ده ، دسیمې مشکلات د مخامخیدا له لارې نه ،بلکې دخبرواترو له لارې حل کړی .
ډاکټر حسن روحانی همداراز له ترهه ګرو سره په مبارزې کې له عراق او سورئې سره د ایران داسلامی جمهوریت مرستو او دغه راز دعراق دکردستان سیمې دموضوع په باب د ایران ،عراق اوترکیې ملګرتیا ته هم اشاره وکړه او وې وئیل ، ایران دسیمې په کراری اوثبات اوسولې پسې دی .
داسلامی ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې ایران، دعربستان په څیر په سیمې کې یو دوو هیوادونو پرته د روسیې ،ترکیې ،عراق ، قطر ،افغانستان او پاکستان پشمول له نورو هیوادونو سره ښې اړیکې لری روښآنه کړې ؛ سعودی عربستان په سیمې او خپلو داخلی شخړو کې پر خپلو ماتو د برغولی د کیښودلو لپاره هڅه کوی ، ایران دښمن معرفی کړی.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې عربستان په قطر ،عراق ،سورئې او لبنان کې ناکام شوی ، زیاته کړې ؛ ریاض به دخپلو تیر وتو اقداماتو په دوام سره یوازې خپلې ستونزې اومشکلات لازیات کړی .
داسلامی ایران ولسمشر له اروپائی اتحادئې سره دایران ښو اړیکو ته اشاره وکړه او وې وئیل دنړۍ له زیاترو هیوادونو سره دایران تجارتی اړیکې نوره هم په ښه کیدو دی .
ډآکټر روحانی همدراز ایران د د سیمې د انرژۍ ،ریل لارو او انټرنیټ مرکز وبالۀ او وې وئیل اسلامی ایران له زیاتره ګاونډیو هیوادونو سره دبریښنا مبادلې ته دوام ورکوی . داسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ، ډیر زر به د ایران ریل لاره له ټولو ګاونډیو ه یوادونو سره وګنډل شی .