د سوریې مفتی اعظم: قدس شریف ته رسېدونکی یوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60569-د_سوریې_مفتی_اعظم_قدس_شریف_ته_رسېدونکی_یوو
د سوریې مفتی اعظم د دې په بیانولو سره چې صراط مسقیم شروع شوے دے وویل: مونږ قدس شریف ته رسېدونکی یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2017 12:37 Asia/Kabul
  • د سوریې مفتی اعظم: قدس شریف ته رسېدونکی یوو

د سوریې مفتی اعظم د دې په بیانولو سره چې صراط مسقیم شروع شوے دے وویل: مونږ قدس شریف ته رسېدونکی یوو.

د سوریې مفتی اعظم شېخ احمد بدرالدین حسون نن په تهران کښې د اسلامی وحدت په یو دېرشم نړیوال کانفرنس کښې وویل:نن زېرے ورکوم چې د عراق له موصل او د سوریې له دېرالزور او حلب نه وروسته له تهران څخه موصل، بغداد، دېرالزور،  حلب، حماه، حمص، دمشق، بیروت او جبل عامل ته خلاصه شوې ده او د خداے په فضل او غوښتنې سره به دغه لار قدس شریف ته ورسی.

شېخ حسون د دې په بیانولو سره چې هغه لار چې پرانېستې شوې ده صراط مستقیم ده او په دغه لاره کښې سوریه او  د ایران اسلامی جمهوریت کامیاب شوی دی زیاته کړه: هغه ایران کامیاب شوے دےچې سیاست یې هم هغه شان د نړۍ له مستضعفینو څخه ملاتړ دے.

د سوریې مفتی اعظم واضحه کړه: د اسلام د دښمنانو د ګمراه افکارو په ډاګه کېدو سره د اسلامی مذهبونو له نزدېکت څخه رامنځته شوے تفکر د اسلامی هېوادونو د جوماتونو او امامباړو د ضرورت وړ تفکر دے.

د عراق د مجلس اعلای اسلامی مشر شېخ همام حمودیه هم په دغه نړیوال کانفرنس کښې له ټولو اسلامی مذهبونو او قومونو وغوښتل چې د اسلام د مبین دین په مترقی تعلیماتو باندې په تکیې سره د نوی اسلامی تمدن د تشکیلېدو لپاره دې هلې ځلې وکړی.

هغه له خپل اسلامی تشخص څخه د مسلمانو ځوانانو د بېګانه کولو په لار کښې د اسلام د دښمنانو تشخصی دسیسو ته په اشارې سره وویل: نن د مسلمانانو په خلاف یو ډېر پېچلے جنګ روان دے چې د دغې دسیسې او د سیمې د نورو دسیسو د پردې شا ته د صهیونېسټ رژیم د پښو نښې نښانې لیدې شوو.