دامریکا اقدام نیواکګرۍ ته د روا والی ورکول دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60781-دامریکا_اقدام_نیواکګرۍ_ته_د_روا_والی_ورکول_دی
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو دفلسطین نیواک د سیمې د ټولوکړکیچونو جرړه وبلله او ټینګار یې وکړ دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په معرفی کولو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام نیواکګرۍ ته د روا والی د وربخښلو لپاره هڅه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2017 01:08 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې دامریکا دغه اقدام یې په کلکه وغاند .
    دایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې دامریکا دغه اقدام یې په کلکه وغاند .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو دفلسطین نیواک د سیمې د ټولوکړکیچونو جرړه وبلله او ټینګار یې وکړ دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په معرفی کولو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام نیواکګرۍ ته د روا والی د وربخښلو لپاره هڅه ده .

غلامعلی خوشرو پرون دصلحې دکلتور په موضوع سره دملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کښې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام په کلکه وغاند او هغه یې د نړیوالو پریکړه لیکونو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .

په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی په دې خبرې ټینګار سره چې  دقدس سپیڅلی ښار په شمول د فلسطین د خلکو له مسلمو حقوقو د انکار لپاره هر ډول هڅه به د حالاتو د نور خرابیدا سبب شی وویل نړیواله ټولنه ، امریکا او صهیونیسټ رژیم ددغه غیر قانونی او غیر مسولانه اقدام دټولو خطرناکو پایلو مسول ګڼی .

غلامعلی خوشرو دامریکا د ولسمشر ټرمپ دغه فیصله په مینځنی ختیځ کښې د صلحې او دثبات په اړه دامریکا د ناوړه او منافقانه سیاستونو نښه وبلله او ویې ویل دفلسطین دخلکو حقوقو او دنړیوالو حقوقو اساسی اصولو ته دامریکا بې پامۍ له صهیونیسټ رژیمه د ملاتړ په لړ کښې ده .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په تیرې چهار شنبې ورځ له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره سره وویل واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .

هغه د امریکا له خارجه وزارت وغوښتل له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا دسفارت د انتقال سریزې برابرې کړی .

دایران اسلامی جمهوریت لومړنی هیواد وو چې دامریکا دغه اقدام یې په کلکه وغاند .

دایران دبهرنیو چارو وزارت په تیرې چهارشنبې شپې په یوې(۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام د نړیوالو پریکړه لیکونو ښکاره خلاف ورزۍ ده .

د نړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو هم د امریکا دغه اقدام غندلی دی .

بیت المقدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو د جعلی تیریګر رژیم په نیواک کښې دی .