له نوواستکباری فتنوسره دمقابلې لپاره د ایران ملت بشپړتیار دی
په درست اسلامی ایران کې د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومې دنهمې دحماسې د دکلیزې په ولولناکو اوپرتمینو دستورو کې ګډون کونکو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره دسپیڅلی ا سلامی نظام په ضد د نوو استکباری صهونیسټی فتنو په وړاندې په هوښیارۍ او میړنتوب سره دمقابلې لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ.
زمونږخبریال راپورراکړ دمرغومی دمیاشتې نهمه نیټه هغو فتنه ګرو عناصرو ته چورلټ ځواب او دټونلې دجوړښت له ماتونکو څخه دابراءت په اعلان کې دایران د میړنی ملت دملیونی پرتمین لاریون ښودنه وه چې چې دایران دولسمشرۍ د انتخاباتو په لسم پړاؤ کې ئې د درغلۍ په پلمه بې لاریتوب ته مخه کړې وه .
په دغه پریکړه لیک کې راغلی دی ، د مرغومې د نهمې حماسه ، په ولس د تکیه کونکی نظام داقتدار ، د ولایت په چورلیز د ملت د وحدت ،د دیانت ، بصیرت ، دښمن پیژندې ، مسئولیّت پیژندنې او په وخت دعمل نندارې ته د وړاندې کونې ورځ ده چې داسلامی انقلاب د معظم لارښود په حکیمانه تدبیر سره داسلامی انقلاب په ضد خورا ستره او پیچلی فتنه شنډه شوه او فتنه ګر هم منزوی شول .
دغه پریکړه لیک د ولس داقتصادی مشکل پر حل د ایران دمسئولانو د اهتمام په ضروروت په ټینګار سره زیاته شوې ، دخلکو دغولولو او په چټی پلمو سره هر هغه ډول فتنه ګری به چې داسلامی انقلاب ضد غوښتنه او دامریکا ،انګلستان او دقدس دنیواکګر رژیم له جاسوسی ادارو سره غږمله دی ، په ماتې محکومه وی .
په درست اسلامی ایران کې د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومی د نهمې نیتې دیوم ا... په ولولناکو او پرتمینو دستورو کې ګډون کونکو همداراز دایران له مسئولانو هم وغوښتل ، د سپیڅلی اسلامی نظام دلازیاتې غوړید ا او دامریکا له نوو فتنو اوظالمانه بندیزونو سره دمقابلې دتوان دزیاتولو لپاره دې خپلې ټولې هڅې وکاروی .