دامریکا موخه د ایران دملت په هوډکې خارپار رامینځةکول دی
دایران ستر او میړنی ملت نن د مرغومی دمیاشتې دنهمې نیټې ،یعنی له ولایت سره د امت دمیثاق او بصیرت په ورځ ،د تاریخی ،تل پاتې اوتاریخ جوړونکی حماسې دکلیزې په مناسبت یو ځل بیا په دغو دستورو کې پخپل پوه ،ځیر او ولولناک اوپرتمین شتون سره داسلامی انقلاب له لوړو آئیډیاؤ سره میثاق نوی کړ .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی مذهبونوند نزدیوالی دنړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا.....محسن اراکی نن د تهران د امام خمینی په مصلا کې د مرغومی دمیاشتې دنهمې د حماسې د درنښت په درستورو کې پخپلې وینا کې زیاته کړې ، دښمن دې پوه شی چې دایران د ملت د ارادې په وړاندې به د هغوی فتنه ګرې ،دوکه بازې او دسیسه ګرې پلانونې هیڅ خنډ او خار پار رامینځة نه کړی .
هغه زیاته کړې دایران ملت دفتنو په وړاندې د مقاومت دڅه دپاسه زر کلنه تجروبه لری او دامریکا په وړاندې به مقاومت وکړی او دښمن دایران په اسلامی جمهوریت باندې له تیریو نهیلی کوی .