ایمان،سرښیندنه او دشجاعت روح دغلیمانو د دښمنۍد اعمالیدو خنډ دی
د وروستیو څو ورځو په پیښو کې د ایران دښمنان ، د پیسو ، وسلو ، سیاست او د امنیتی ادارو پشمول په بیلابیلو آوزارونو سره پخپلو کې سره یو شول څو داسلامی نظام لپاره مشکلات رامینځةکړی .
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ددفتر د راپور په اساس . حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن دشهیدانو له یوشمیر محترمو کورنیو سره په اونیزې کتنې کې د ایران دملت عزت ،،امنیت او پرمختګ د شهیدانو د سرښیندنې او له ځانه د تیریدا پامته داره وبالۀ .
داسلامی انقلاب معظم لارښود وروستیو پیښو او د ایران په اسلامی نظام دګوزار لپاره د دښمنانو هڅې ته په اشارې سره وفرمائیل ، هغه څه چې د دښمن او د هغو د دښمنۍ د اعمالیدو خنډ دی ، په ملت کې د ایمان ، سرښیندنې اوشجاعت د روح شته والی دی .
دوی همداراز دې حقیقت ته په اشارې سره چې دښمن تل دایران په ملت د ګوزار کولو لپاره په فرصت او خارپار پسې دی ، روښانه کړې ، د وروستیو څو ورځو په پیښو کې د ایران دښمنان ، د پیسو ، وسلو ، سیاست او د امنیتی ادارو پشمول په بیلابیلو آوزارونو سره پخپلو کې سره یو شول څو داسلامی نظام لپاره مشکلات رامینځةکړی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دښمنانو د دښمنۍ د اعمالیدو په مخنیوی کې د سرښیندنې او شجاعت د روحیې مهم رول ته په اشارې سره ، شهیدان، د دغې روحیې اومجاهدت بشبړ نمونې وبللې او وې فرمائیل ، دایران ملت تر ابد پورې د هغو خوږو شهیدانو پامته داره دی چې له خپلو کورنیو او کورونو سره ئې ګروهنې پریښودلی او د هغه خبیث دښمن په مقابل کې دریدلی چې د ختیځ او لویدیځ او دسیمې دمرتجعینو له خوا ئې بشبړ ملاتړ کیږی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دشمالی افریقا او لویدیځی آسیا سیمې دځینو هیوادونو افسوسناک وضعیّت یاد کړ او وې فرمائیل که په تپلی جنګ کې د بعثی د ښمن پښه ایران ته راغزیدلی وائ ، نو په هیڅ شی به ئې رحم نه کاوه او دایران لپاره د لیبیا اوسورئې له نننی وضعیّته هم لابدتر حالات رامینځةکیدل .