ډونالډټرمپ دایران په باب له توهّم سره لاس اوګریوان شوی
دایران د اسلامی شورا دملی امنیت د کمیشن مشر په ډاګه کړې، په ایران کې وروستی اعتراضونه، له دیوالیه شوو مالی موسسو او ادارو څخه د غوښتنو پشمول د خلکو په حقه له ځینو مطالبو څخه اغیزمن وو، چې داسلامی انقلاب دښمنانو هڅه کړې دغه لاره په ایران کې د بلواؤ او اړۍ ګړۍ په لور وکاږی .
دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر علاءالدین بروجردی نن ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې په ایران کې له وروستیو ناکراریو په ملاتړ کې د امریکا د ولسمشر لاسوهونکو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل ټرمپ له توهم سره مخامخ شوی او د ناکراریو اوتفرقې درامینځةکولو لپاره چټی هڅه کوی .
هغه روښانه کړې ، دامریکا صهونیسټ رژیم او نړیوال استکبار سیاست په اسلامی نړۍ اوایران کې د ناکراریو رامینځةکول دی .
بروجردی وئیلی دی ، امریکا اوصهونیسټ رژیم هڅه کوی ،څو په یمن ،سورئې ،عراق اوپاکستان کې بحران اوناکراری دایران داخل ته منتقل کړی ، خو هلې ځلې به ئې هیڅ ګټه ونه لری .