امریکا ، صهیونیسټ رژیم او عربستان دوروستیو پیښو شاته وو .
-
د پیښو د مثلث یوې خوا ته امریکا او صهیونیسټ رژیم وو چې پلانونه یې کړي وه .
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د هیواد د تیرو پیښو داړخونو په بیانولوسره وویل استخباراتی نښې نښانې ددې ښودنه کوی چې دغه پیښې پلان شوی وې او دهغو په رامینځته کولو کښې یو(۱) مثلث فعال وو .
هغه حضرت نن دتهران په جنوب کښې دقم ولایت له زرګونو خلکو سره په کتنې کښې دایران دخلکو له حقه غوښتنو د ناوړه استفادې لپاره د دښمانانو ددسیسې مختلفو اړخونو په تشریح کولو سره زیاته کړه د پیښو د مثلث یوې خوا ته امریکا او صهیونیسټ رژیم وو چې پلانونه یې کړی وه او څو کاله یې په دغه پلان کار کړی وو او د هغوې پروګرام دا وو چې خوځښتونه د ایران له کوچنیو ښارونو پیل شی او پلازمینې تهران ته ورسیږی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه ددغه مثلث بلې خوا ته د فارس خلیج یو(۱) شتمن هیواد(سعودی عربستان ) دی چې ددغه پلان لګښت یې ورکړ او دریمه (۳)خوا هغه کسان وو چې د منافقینو له سړی وژونکی ډلې سره اړونده دی او هغوې له څو میاشتو راهسې چمتو وو .
حضرت ایت الله العظمی خامنه ای ددښمانانو په رسنیو کښې ځینو خبرونو ته هم اشاره وکړه او ویې فرمائیل د عملیاتو او پلانونې لپاره دایران په ګاونډ کښې د قوماندنۍ دوه (۲)مرکزونه جوړ کړې شوی و او یو(۱) مرکز په اینټرنیټ کښې د عملیاتو دهدایتولو لپاره وو او دوهم(۲) هم د بلواو د مدیریت کولو لپاره او ددغو دواړو مرکزونو قوماندنۍ امریکا او صهیونیسټ رژیم کوله او خپل بریالیتوب یې پریکنده باله .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای غوښتنو ته په اشارې سره وویل په دغو غوښتنو کښې ګرانۍ ته د نه ویلو شعار مطرح شوی وو چې یو(۱)جذاب شعار وو او ځینې کسان له ځان سره یوځاې کړی او ډګر ته یې راوباسی او لومړۍ(۱) هم ځینې کسان په همدې شعار سره له هغوې سره یوځاې شول خو کله چې خلکو ولیدل د اعتراض هدف او شعارونه بدل شو خپل صف یې له هغو جلا کړ .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دامریکا حکومت ته په خطاب کښې په دریو(۳) مهمو ټکو ټینګار وکړ او ډاګینه یې کړه لومړۍ دا چې د ایران په تیرو پیښو کښې دتاسو هڅه ناکامه شوه او که چیرې په راتلونکی کښې دغه کار تکرار کړئ نو بیا به هم ناکامه شئ دوهمه(۲) دا چې دتیرو څو ورځو په پیښو کښې مو ایران ته تاوان ورسوه اودغه کار ته به ځواب ورکړل شی او دریمه(۳) دا چې لیونتوب ته به ځواب ورکړل شی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له ملت ضد ملت ، له ایران ضد ایران او له اسلام ضد اسلام سره جنګ او مقاومت به د تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو په شان دوام ولری خو ددښمن کینه باید سبب نشی چې مسولان د خلکو په تیره بیا د کمزورو پرګنو له مشکلاتو او کمزورتیاو غافل شی .