د ایران د سلواغې د ۹ نیټې مطبوعات
په افغانستان کی د امریکا او طالبانو ترمینځ د مسلمان وژنې سیالۍ روانه ده
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د کابل د وروستۍ بوږنونکی حملې یو انځور چاپ کړی دی او لیکلی یې دی چی په افغانستان کی د امریکا او طالبانو ترمینځ د مسلمان وژنې سیالۍ روانه ده .
د افغانستان پلازمینې کابل ښار وړمه ورځ یوې زورورې چاودنې ولړزوه چې له امله یې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ژوبل شوي دي.
په چاودنه کښې کارول شوي چاودونکي توکي په یو ایمبولانس کښې ځاې پرځاې کړی شوي وو او د بهرنیو سفارتخانو او حکومتي ادارو ته نزدې یوې ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه کښې د تلاشۍ په یو پوسټې کښې یې چاودنه کړې چرته چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت دفترونه، د اروپايي اتحادیې ودانۍ او د افغانستان د سولې د عالي شورا مرکز هم دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت د پخوانی ودانۍ په ځاې کښې شوې ده.
هغه زیاته کړه: بریدګر خپل له چاودونکو موادو ډک ایمبولینس صدارت څلورلارې ته ورسوه او د تلاشۍ له وړومبۍ پوسټې په دې پلمه تیر شو چې ګني په ایمبولینس کښې بیمار لري. د تلاشۍ په دویمه پوسټه کښې پولیسو بریدګر وپيژنده خو مخکښې له دې چې ډزې پرې وکړي، خپل ګاډی یې وچاوده.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې تر دې دمه ۱۰۳مړي او ۲۳۵زخمیان د کابل ښار درملیزو مرکزونو ته رسول شوي دي. د دې حملې پړه د افغانستان طالبانو ډلې منلې ده.
ایت ا... ریسی د لبنان د حزب ا... له مشر سید حسن نصر ا... سره په کتنه کی ویلی دی چی د مقاومت راتلونکی میدان جوتوی نه د خبرو اترو میز .
اردوغان د سوریې لپاره خپله نقشه په ډاګه کړه ، له عفرین وروسته د ادلب فتح کول .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د افریقا د خلکو له سپکاوی څو ورځې وروسته وویل د افریقا د خلکو لپاره ژور احترام لرم .
میرمن هیلری کلنټن ویلی دی که ښځه نه وای له ټرمپ به مې ماته نه وی خوړلی .
د انګلستان خلکو وویل جنایتکار بن سلمان دې باید لندن ته رانشی .
جمهوری اسلامی
حرمین شریفین باید د ټولو مسلمانو حکومتونو او موسسو لخوا په ګډه اداره شي . د حرمین شریفین د پر ادارې د څارنې کمیټې په عربستان کښې د مقدسو ودانیو د اداره کولو لپاره د نړۍ د اسلامي حکومتونو او موسسو د ګډون غوښتنه وکړه. دغې کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: اوس چې ثابته شوې ده چې عربستان د سپيڅلو ځایونو د اداره کولو توان نه لري نو ضروري ده چې دغه ودانۍ په نړیواله توګه اداره شي.
دې بیانیې په سیاسي وجوهاتو، مالي فساد او په اسلامي هیوادونو باندې د حج د ونډو د ناعادلانه ویش په وجه د حج د مناسکو له ترسره کولو د مسلمانانو په بې برخې کولو کښې د عربستان په سیاست نیوکه وکړه.
دغې کمیټې همداشان د تاریخي او اسلامي ودانیو په خرابولو باندې د عربستان په تورنولو سره له اسلامي ارګانونو او موسسو وغوښتل چې د دې بیانیې په لاسلیکولو سره په بین المللي توګه د حرمین شریفین د اداره کولو لپاره کوشش وکړي.
د حرمین شریفینو او مقدسو ځایونو د اداره کونې په څرنګوالي باندې د څارنې نړیواله کمیټه د روان ۲۰۱۸ کال په وړومبیو کښې په ملایشیاء کښې جوړه شوې او په خپله وړومبنی خبرپاڼه کښې یې څرګنده کړې چې هڅه کوي د سیاسي اهدافو لپاره د مقدسو ځایونو او د حج د مناسکو د کارول کیدو مخه ونیسي.
د یمن په جنوب اماراتو ، عربستان پرضد کودتا وکړه ، د یمن د جنوب بیلتون غواړو په عدن کی د منصور هادی دولت مرکز کڼترول په لاس کی واخیسته .
په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامي شورا د مشر خاص سلاکار حسین امیر عبداللهیان وویل: د ملګرو ملتو له رغنده هڅو سره سره ، امریکا د افغانستان شمال ته د سوریې او عراق د داعش د ماته خوړلو مشرانو لیږدولو په حال کې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: د امنیتي او پوځي ځواکونو پروخت او چټک اطلاعاتي اشراف سره ایران ته د وسلو، چاودونکو توکو او ترهګرو ډلګیو د ننوتو مخه ونیوله شوه.
د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمشن مشر ښاغلی علا الدین بروجردی وویل د امریکا کړچار ښی چی هماغه راز له ترهه ګرو ، د ناامنۍ له رامینځته کولو او د سیمې د هیوادونو له ویشلو ملاتړ کوی .
جوان ورځپاڼه
ښاغلی ظریف ویلی دی که اروپا ژمنه ماته کړي، ایټمي موافقه هم ختمیږي .
محمد جواد ظریف له جرمن سیاستوال، جنرلسټ او لیکوال یورګن تودِنوفر سره په خبرو کښې زیاته کړه: د اروپا بنیادي دریځ دا دی چې د ایټمي موافقې په لړ کښې یوځل بیا مذاکره نه ده پکار او دا چې د دې معاملې د ټولو مفادو پوره پوره خیال ساتل شوی او د تهران هیله هم دا ده چې اروپا پر دې موافقې پابنده وي.
د ایران خارجه وزیر همداشان ټینګار وکړ: اروپا له دې حقیقته ګټه پورته کوی شي چې ایټمي معامله د اروپايي ډیپلماسۍ محصول دی او که د دې محصول د چخڼي کولو او خلاف ورزۍ هڅه وکړي نو په حقیقت کښې به یې هغه برقراره نه وي ساتل شوې.
ظریف همداشان د ایران د توغندوي توان په هکله وویل: ایران د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله، په وسلو ترټولو کمه بودجه لګوي او د ایران د توغندويو واټن د هغو توغندویو په پرتله ډیر کم دی چې نن سبا د عربستان په شمول په سیمه کښې موجود دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: عربستان له یوې لوې وچې څخه د بل براعظم ویشتونکي چیني بالیسټک توغندي په واک کښې لري چې همدا اوس دوه نیم زره کیلومیټره واټن ویشتی شي خو د دغو توغندیو اصلي واټن دولس زره کیلومیټرو ته رسیږي.
دایران د سړو د کاراټو ټیم د ون پیرس په نامه دکاراټو د نړیوال لیګ په پای کې په لومړي لمبر راغی.
دیمن په عدن کې د آل سعود رژیم او اماراتو تالی څټی پخپلوکې ونښتل . دیمن په جنوب کې یوې امنیتی سرچینې وئیلی دی دیمن دجنوب په عدن ښار کې د سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو اړونده او تالی څټو ځواکونو ترمینځ په نښتې کې کابو لس کسان هلاک او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی دی .
شاهدانو وئیلی دی وسلوال کسان دعدن په لازیاتو کوڅو کې دیره شوی دی او په دغه ساحلی ښار کې د ډزو اوچاودنو غږونه هماغه راز آوریدل کیږی . ویل کیږی چې ممکنه ده د مړو شمیر ئې نوره هم زیات شی.
دیمن د جنوب دانقلابی غورځنګ دسیاسی د فتر مرستیال مشر مدرم ابوسراج وئیلی دی دعدن ښار دامنیتی وضعیّت دبحرانی کیدا اصلی مسئول متحده عربی امارات دی.
ملګروملتو او نړیوالو مرستندویه اورګانونوتل د آل سعود رژیم په مشرۍ په ائیتلاف یمن والو ته په مرستو رسونې کې د خنډونو په علت ، سختې نیوکې کړی دی . دخواړو دنړیوال پرورګرام،یونیسف، او د روغتیا نړیوالې ادارې پشمول له ملګروملتو سره اړونده انسان دوستۍ د اورګانونونو د اعلان په اساس د یمن کابو دوویشت میلیون اوسیدونکی سملاسی او لومړنیو خوراکی مرستوته سخته اړتیا لری او په هغو کې یوازې اته میلیونه خلک دقخطۍ له جدی خطرې سره لاس اوګریوان دی.
دپاکستان لومړی وزیر امریکا ته خبردارې ورکړ. شاهد خاقان عباسی ویلی دی چی د افغانستان درست مشکلات باید د خبرو اترو له لارې اواری شی ، کنی افغانستان به دامریکا لپاره په دوهم ویتنام بدل شی .