دایران دښمنانوتراوسه پورې له ماتې پرته بل څه نه دي تجروبه کړی
سردار سلامی اسلامی انقلاب ، دعزت ، امنیت ،کرامت ،آزادۍ اوخپلواکۍ په شان دمفهمونو دتفسیر لپاره یو مجال وباله او روښآنه ئې کړه ، دمادی شتمنیو لوټ اوچورتالان، وروسته پاتیوالی ،ذلت او تذلیل او دکلتور تباه کیدا ، له اسلامی انقلابه دمخکې ټونلې ځانګړنې وې ، چې حضرت امام خمینی پخپلو ژغورنکو پیغامونو سره دایران د ټولنې انځور بدل کړ .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی نن دایران دشمال لویدیځ په ارومیه ولسوالۍ کې د اسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې د دې خبرې په کولو سره چې دایران ملت په پوهې او ځیرتیا سره په ټولو ډګرونو کې شتون لری او پرمخ ځی ،ووئیل ؛ ډیر زر به د امریکا ،وحشی صهونیسټی رژیم او آل سعود او دهغو متحدانو د نسکوریدا او نابودۍ کتونکی شو .
داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دعمومی قوماندان جانشین د دې خبرې په کولو سره چې دایران په ضد ددښمنانو دسیسه د ملت د خپلواکۍ ، وحدت او مځکنۍ بشپړتیا دخرابولو لپاره ده ،ووئیل ، داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ژورې لیدتوګې او تفکر سره ددښمنانو دسیسې پیژنی او دهغوی ټولو تفکراتو اوخیالاتو با ندې د بطلان کرښه راکاږی .
سردار سلامی اسلامی انقلاب ، دعزت ، امنیت ،کرامت ،آزادۍ اوخپلواکۍ په شان دمفهمونو دتفسیر لپاره یو مجال وباله او روښآنه ئې کړه ، دمادی شتمنیو لوټ اوچورتالان، وروسته پاتیوالی ،ذلت او تذلیل او دکلتور تباه کیدا ، له اسلامی انقلابه دمخکې ټونلې ځانګړنې وې ، چې حضرت امام خمینی پخپلو ژغورنکو پیغامونو سره دایران د ټولنې انځور بدل کړ .
هغه همداراز د دې خبرې په کولو سره چې نننی ایران په علمی ،ټیکنالوجیکی او پوځی زمینو کې دنړۍ له پرمتخللو هیوادونوسره سیالی کولی شی او په ډیرو زمینو کې ئې له اروپائی هیوادونو هم لازیات پرمختګ کړی دی ، ووئیل ، نن سبا دایران توغندوی ضد دفاعی سسټم دنړۍ د غوره ښو نظامونو برخه ده او د ماډرن پرمختللو راډارونو جوړول ، فضا ته د سپوږمکۍ لیږدول ،دسترو ټرباینونو جوړول او دطبی درملو دکابو اته نوی فی صدی برخې تولیدول ، داسلامی ایران دځوانو بچیانو په لاس له نهه دیرش کلنو زیار اوهلو ځلو وروسته داسلامی نظام د توفیقاتو یوازې یوه برخه ده .