دامریکا ولسمشر دایران په اټومی تړون خپه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64989-دامریکا_ولسمشر_دایران_په_اټومی_تړون_خپه_دی
دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې په اټومی موافقې خپه دی وویل هغه د اټومی تړون د له مینځه وړلو لپاره د یوې(۱) لارې دلټولو هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2018 01:16 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان غلیمانه سیاستونو د ریاض په هکله د نفرت او دغصې له رامینځته کولوپرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .
    د سعودي عربستان غلیمانه سیاستونو د ریاض په هکله د نفرت او دغصې له رامینځته کولوپرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې په اټومی موافقې خپه دی وویل هغه د اټومی تړون د له مینځه وړلو لپاره د یوې(۱) لارې دلټولو هڅه کوی .

جواد ظریف بیګا دایران له دوهم(۲) ټیلی ویژن چینل سره په ځانګړی مرکه کښې د اټومی موافقې په وړاندې د امریکا د ژمنو ماتولو ته په اشارې سره وویل هغه څه چې دامریکا ولسمشر ټرمپ یې ترسره کوی د اټکل وړ وو .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل ایران هیڅکله له امریکا   داسې کومه توقع نه ده لرلی چې اټومی موافقه په ښه نیت سره اجرا کړی .

امریکا له تیرو کلونو راهسې په پرله پسې ډول د ایران او دپینځه  جمع یوې ډلې ترمینځ د لاسلیک شوی اټومی موافقې خلاف ورزیوته دوام ورکړی اوددغه تړون د له مینځه وړلو کوشش کوی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې ایران تل په خپلو خلکو تکیه لری وویل دایران اسلامی جمهوریت دسیمې ترټولو امنه هیواد دی .

هغه دسیمې په ډیرو هیوادونو کښې موجودې ناامنۍ ته په اشارې سره وویل د امنیت دتامینولو په اړه دوې(۲) لیدتوګی شته په یوې(۱) لیدتوګی کښې چې ایران ورباندې باور لری امنیت دهیواد له داخل څخه د رایو په صندوقونو کښې د خلکو په ګډون سره تامینیږی خو په بلې لیدتوګی کښې چې دسیمې ډیر هیوادونه یې تعقیبوی امنیت له خارج څخه په پیسو اخیستل کیږی .

دایران خارجه وزیر جوادظریف د ترهګرو ډلو دملاتړ او په وسلو د سمبالولو او دناامنۍ د رامینځته کولو لپاره دهڅې په شمول په سیمه کښې د سعودی عربستان غلطو اقداماتو ته په اشارې سره وویل عربستان په غلط حکم سره سیمې ته ورننوتلی دی .

هغه وویل د یمن په شمول دسیمې دهیوادونو په وړاندې د سعودی عربستان غلیمانه سیاستونو د ریاض په هکله د نفرت او دغصې له رامینځته کولوپرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .