د ایران د سلواغې د ۱۸ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65087-د_ایران_د_سلواغې_د_۱۸_نیټې_مطبوعات
د اسلامي ایران ولسمشر همداشان د افغانستان کړکیچ ته په اشارې سره له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې له کابل سره د مرستې لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل: امریکایان په افغانستان کښې د امنیت راوستلو په ادعا سره دې هیواد ته راغلل خو د افغانستان د خلکو امنیت ورځ په ورځ لا کمیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2018 08:47 Asia/Kabul
  • د ایران د سلواغې د ۱۸ نیټې مطبوعات

د اسلامي ایران ولسمشر همداشان د افغانستان کړکیچ ته په اشارې سره له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې له کابل سره د مرستې لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل: امریکایان په افغانستان کښې د امنیت راوستلو په ادعا سره دې هیواد ته راغلل خو د افغانستان د خلکو امنیت ورځ په ورځ لا کمیږي.

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وایی  له ایټمی موافقې سره نه یو ټکې زیاتیږی او نه ترې کمیږی . حسن روحاني په یوه خبري ناسته کښې په ایران بیا د بندیزونو لګولو په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وینا ته په اشارې سره وویل: امریکا تل د بندیزونو او دباونو له لارې د ایران په ولس او حکومت لپاره د ستونزو جوړولو تکل کوي خو د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره د ایران اړیکې له پخوا زیاتې او ښې دي.

ولسمشر روحاني د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د امریکې لخوا د برجام (ایټمي موافقې) د خلاف ورزۍ په بڼه کښې به ایران څه وکړي؟ وویل: ایران به د خپلو اصولو په اساس د برجام خلاف ورزي پیل نه کړي خو په عین حال کښې تهران له دې موافقې د امریکې د وتنې په وړاندې ضروري تدابیر هم غوره کړي دي.

هغه همداشان په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې برجام یوه نړیواله موافقه ده چې امنیت شورا تاییده کړې ده، وویل: په برجام کښې به هیڅ ورزیات یا به ترې کم نه کړی شي.

ولسمشر روحاني په سوریې کښې د امریکې د شتون په غندلو سره هم وویل: امریکایان په سوریې کښې له شتونه ناسم هدفونه لري او د دغه هیواد د ټوټې کولو په فکر کښې دي.

د اسلامي ایران ولسمشر همداشان د افغانستان کړکیچ ته په اشارې سره له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې له کابل سره د مرستې لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل: امریکایان په افغانستان کښې د امنیت راوستلو په ادعا سره دې هیواد ته راغلل خو د افغانستان د خلکو امنیت ورځ په ورځ لا کمیږي.

هغوي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې ټینګار وکړ: که په سیمه کښې څوک دا فکر کوي چې اسرائیلي رژيم د سیمې د هیوادونو ملګری دی نو بیخي په غلطه دي ځکه چې دغه رژیم د سیمې له ټولو ولسونو او ټولو مسلمانانو سره دښمني لري.

 یوه عرب شناندی ویلی دی چی امریکا په عراق کی اوږد مهاله پروګرام لری  ، له بلې خوا امریکا هم وایی چی حاضر دمه له عراقه خپل عسکر نه وباسی .

د صهیونیسټي رژیم د هوايي ځواک یو لوړرتبه افسر وویل: حزب ا... داسې کره توغنده لري چې په سمندر او حیفا او اشدود بندر کښې د اسرائیلو د ډیزلو ټول مرکزونه ویشتلی شي .

 

دپاکستان په پنډۍښارکې د اسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې په مناسبت دستورې جوړې شوی دی .

 

کیهان

 

 

 

جنرال باقری ویلی دی افغانستان ته د داعش د انتقالولو لپاره د امریکا دسیسه په پراخیدو ده . د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز افغانستان ته د داعش د انتقال په هکله د امریکایانو نوې دسیسې ته په اشارې سره وویل: د افغانستان ولس به د امریکایانو له دې پراخیدونکې دسیسې سره مقابله وکړي.

برید جنرال محمد باقري په دې خبرې سره چې امریکایان داسې څرګندوي چې ګني له کړکیچ سره د مقابلې په موخه د آسیا په سویل لویدیځ کښې شتون لري، څرګنده کړه: په دې بنیاد که سیمه قراره وي نو قاعدتاً هغوي باید خپل پوځ راټول کي او لاړ شي څو د سیمې د هیوادونه په خپله خپل امنیت برابر کړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز زیاته کړه: امریکایانو چې کله ولیدل چې په عراق او سوریه کښې داعش او نورو جوړو شویو ترهګرو ډلو خپل موقعیت او نیولې سیمې له لاسه ورکړې دي، نو هغوي یې افغانستان ته منتقلې کړې چې اوس په دغه هیواد کښې چاودنې، وژلې او جنایتونه کوي.

هغه څرګنده کړه: ایران باوري دی چې د امریکایانو دا دسیسه په پراخیدو ده او د افغانستان خلک به ورسره په ګډه مقابله وکړي څو هیڅکومه ترهګره او د امریکې لاسپوڅې ترهګره ډله په سیمه کښې پاتې نه شي.

د نایجریا امنیتی ځواکونو له زکزاکی د ملاتړ په جرم په یوه شیعه عالم ډزې وکړې .

د عراق په کردستان سیمه کی ۴۰۰۰ زره ترهه ګر نیول شوی دی .

د سعد حریری پر سر د ال سعودو او ترکیې پټ جنګ روان دی .

د امریکا این بی سی خبری چینل د سیا ای اې پخوانې مشر جان برنن  په کار وګماره .

د دعراق حزب ا... ویلی دی هره شیبه ممکنه ده له امریکایی عسکرو سره جنګ پیل شی .

 

اطلاعات

د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی  له خپل روسی هم څنګ پوتین سره په ټیلی فونی تماس کې وویل د ایټمی موافقې کمزوری کول ډیر خطرناک دی .

 

نړیوال رپورټونه ښودنه کوي چې د عربستان د پلازمینې ریاض په څلویښت کیلومیټرۍ کښې الحائر نومې زندان د لویدیځې آسیا ترټولو خطرناک جیل او د نړۍ په لسو خطرناکو زندانونو کښې شامل دی.

 

دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې په اټومی موافقې خپه دی وویل هغه د اټومی تړون د له مینځه وړلو لپاره د یوې لارې دلټولو هڅه کوی .

د ایران د اسلامي انقلاب په برکت په خلکو کښې د زورورو په وړاندې د دریدو جرأت راغلی . د پاکستان مجلس وحدت مسلمین وویل: د حضرت امام خمیني(رح) په مشرۍ د اسلامي انقلاب په برکت نن سبا په خلکو کښې دا جرأت راپیدا شوی چې د نړیوال استکبار او زور ویونکو خلاف پاڅون وکړي.

د پاکستان په سند صوبه کښې د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي علامه مقصود علي دومکي په (ولایتِ فقیه) نومې غونډه کښې وویل: د حضرت امام خمیني له وفات وروسته حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د ایران د اسلامي انقلاب مشري په غاړه واخیستله او د استعماري سیاستونو په وړاندې ټینګ ولاړ دی.

هغه زیاته کړه چې امریکې په تیرو ۳۹ کالو کښې د ایران د اسلامي جمهوري نظام د پرزولو لپاره ډیرې دسیسې پلان کړې خو هغو ټولو ماتې وخوړله.

د چین دخارجه وزارت ویندوی ګینګ شوانګ   په بیجینګ  کې  دخبریالانو په ټول کې  وویل امریکا په  دغې سټراټژۍ سره   وښودله چې  په نړۍ کې   د  سولې  دټینګیدا لپاره  هیڅ اهمیّت نه ورکوی  او  دایټمی  وسلو د ختمولو سیاستونو ته  کوم پام نه کوی .

 

دامریکا دسیاسی چارو یوه مشهور کارپیژاند اوشناندی  ایډم  ګری    ویلی  هرکله چې  دسورئې بوځ او دمقاومت د چورلیز ځواک  د ترهه ګرو  په ضد بریالیتوبونه ترلاسه کوی ، نو   په سورئې کې  د کیمیائی  وسلو  د بې اساسه موضوع  په وړاندې کولو سره  دنړیوالې ټولنې  په ګمراه کونې او  داسرائیلو   له نیواکګریو له دوام سره په مرستو پسې   کیږی .

 یوه داعشی ترهه ګر په خپلو اعترافاتو کی ویلی دی چی  په عراق کې یې په ۲۵۰ میرمنو تیری او ۹۰۰ کسان وژلی دی .