ټرمپ هماغه راز د ایران په ضد دبندیزونو دزیاتولولپاره لازیاته بودجه غواړی
دامریکا د ۲۰۱۹مالی کال د وړاندیزی بودجې په مسودې کې هم دایران په ضد ادعاګانې تکرار شوی دی او ایران په مینځنی ختیځ کې د سولې اوثبات دګډوډولو لپاره په هڅې تورن شوی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۹مالی کال د وړاندیزی بودجې په مسودې کې دایران په ضد دبندیزونو د دباؤ دزیاتولو لپاره د دغه هیواد خزانې وزارت له اورګانونو څخه د مالی سرچینو دزیاتولو وړاندیز کړی دی.
راپورښئ د امریکا د ۲۰۱۹مالی کال د وړاندیزی بودجې په نوی پاڼیزې مسودې کې دترهه ګرۍ او مالی اطلاعاتو په چارو کې د خزانې د وزارت دمرستیالۍ لپاره د بودجې د یوسل نهه پنځوس میلیون ډالرو دزیاتولو په غوښتنې سره راغلی دی ، چې دغه اندازه ، په ۲۰۱۷کال کې د داجرا شوی اندازې په نسبت شپږدیرش میلیون ډالره زیاته ده .
د دغه راپور په اساس دغه اضافی سرچینې به ، دایران په ضد دبندیزونو ددباؤنو دزیاتولو او په عربستان کې دترهه ګرۍ په مالی تامنیدا سره دمبارزې دمرکز دبشپړتیا او له اقتصادی پلوه دشمالی کوریا دمنزوی کولو لپاره ، دبندیزونو له لارې له خپلو دښمنانو سره دمقابلې د قانون داجرا پشمول په بیلابیلو رودو سره وکارول شی .
دامریکا د ۲۰۱۹مالی کال د وړاندیزی بودجې په مسودې کې هم دایران په ضد ادعاګانې تکرار شوی دی او ایران په مینځنی ختیځ کې د سولې اوثبات دګډوډولو لپاره په هڅې تورن شوی دی .
همداراز دامریکا دملی اطلاعاتو د شورا مدیر ډانیّل کوټس هم بیګا دامریکا دمشرانو جرګې داطلاعاتو دکمیشن په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران به دامریکا او دهغې د همتړونونو هیوادونو چینلونو ته د نفوذ لپاره هڅه وکړی ، مدعی شوی ، دایران موخه ، جاسوسی او په راتلونکی کې دسایبری حملو لپاره دمناسبت موقعیّت ترلاسه کول دی . هغه دغه راز مدعی شوی ،چین ،روسیه ، ایران اوشمالی کوریا به په راتلونکی کال کې امریکا له لازیات سایبری ګواښ سره مخامخ کړی .