دجامعی ایـټمی موافقې په باب داسلامی انقلاب دمعظم لارښود لیدتوګه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65913-دجامعی_ایـټمی_موافقې_په_باب_داسلامی_انقلاب_دمعظم_لارښود_لیدتوګه
په امریکا د ایران بې اعتمادی ، یوازې کوم شعار نه دی ، بلکې دتیر وخت پر تجروبو ، دامریکا دسلطه غواړو موخو څخه په حقیقت پال تحلیل اوپر اوسنی کړچار مشتمل دی . دا چې جامعه ایټمی موافقه دامریکا په کارړنګونو سره نه ده توانیدلې له مخکې ټاکل شوو موخو ته ورسیږی ، څرګندونې پر هغه واقعّیت مشتملې دی ، چې نن سبا په یوې نړیوالې اندیښنې بدل شوی او په دې باب اندیښنې تر ډیره حده تر غوږو کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2018 12:51 Asia/Kabul
  • دجامعی ایـټمی  موافقې په باب داسلامی انقلاب دمعظم  لارښود لیدتوګه

په امریکا د ایران بې اعتمادی ، یوازې کوم شعار نه دی ، بلکې دتیر وخت پر تجروبو ، دامریکا دسلطه غواړو موخو څخه په حقیقت پال تحلیل اوپر اوسنی کړچار مشتمل دی . دا چې جامعه ایټمی موافقه دامریکا په کارړنګونو سره نه ده توانیدلې له مخکې ټاکل شوو موخو ته ورسیږی ، څرګندونې پر هغه واقعّیت مشتملې دی ، چې نن سبا په یوې نړیوالې اندیښنې بدل شوی او په دې باب اندیښنې تر ډیره حده تر غوږو کیږی .

دجامعې ایټمی موافقې په باب دایران داسلامی انقلاب   دمعظم لارښود  حضرت آ یت ا.... العظمی سید علی خامنه ای وینا، یو ځل بیا وښودله چې   داسلامی جمهوری نظام  کړن لاره ،  د منطق  اوعقلانیّت  او پر تجروبې د تکیې او  دامریکا دموخو دپیژندنې  په اساس ده .

حضرت آیت ا...  العظمی سید علی خامنه ای پرون  دایران دشمال لویدیځ   تبریز    له زرګونو انقلابی  او متدیّنو خلکو په ولولناک ټول کې   دامریکایانو اوځینو اروپائی  هیوادونو  خباثتونو اوبدعهدیو ته په اشارې سره  ووئیل ،  مونږ  د جامعې  ا یټمی موافقې  په قضیې کې  په بهرنیو د تکیې نتیجه ولیدله  او   په هغوی مو   دایټمی خبرواترو په قضیې کې   اعتماد اوباؤر وکړ ،خو  څه ګټه مو ونه کړه .

 په امریکا د ایران بې  اعتمادی ، یوازې کوم شعار نه دی ، بلکې   دتیر وخت  پر تجروبو ، دامریکا دسلطه غواړو موخو څخه  په حقیقت پال تحلیل اوپر  اوسنی  کړچار مشتمل دی .  دا چې جامعه ایټمی موافقه   دامریکا په کارړنګونو سره   نه ده توانیدلې   له مخکې  ټاکل شوو موخو ته ورسیږی ،  څرګندونې  پر هغه واقعّیت  مشتملې  دی ، چې   نن سبا  په یوې نړیوالې اندیښنې بدل شوی او  په دې باب   اندیښنې تر ډیره حده  تر  غوږو کیږی .

 اوس دجامعې ایټمی موافقې  له اجرا  پنځه ویشت میاشتې تیریږی ،په داسې حال کې  چې  دامریکا بدعهدۍ  پر  ټولو ثابتې شوی دی .   دایران  اسلامی جمهوریت  البته نه  غواړی،چې خپله انرژی  په چټی ژمنواو بی هوده  تمو   مصرف کړی .  هغه څه  چې   دایران دملت  د اوس او راتلونکی لپاره  مهم دی ،  دهیواد له داخلی ظرفیّتونو څخه په استفادې  او په تیره بیا په اقتصادی  برخو کې  دی . داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په تعّبیر ، باید هیواد  دخیالی ټکو  او خیالاتو  په تمه ونه ووسی .

 د ا مریکا او  د فرانسې پشمول  دځینو اروپائی هیوادونو چلند اوس  له ایټمی موضوع ورآخوا  دی  او   د  اسلامی  ایران  د دفاعی مسئلو حوزې ته غزیدلی دی  او  موخه ئې ،   لاسوهنې ،سرزوری  او  له داخله  ئې دایران د کمزوری  کول دی .

  دنړیوالو چارو  یوه کارپیژاند اوشناندی  ډاکټر  مرادعنادی   په جام جم ورځپاڼې کې  په یوه  یاددښت کې   دجامعې ایټمی موافقې   د خرابولو په باب  دامریکاد چلندونو په تحلیل کې لیکلی دی،که څه هم ډونالډټرمپ  دبندیزونو ځنډول  لاسلیک  کړی دی،او له جامعې ایټمی موافقې   ونه ووت ، خو  په یوه  غولونکی سیاست کې  ئې  بیا هم  دا  لابې خاصیّته  کړ.  دجامعې ایټمی موافقې  د خرابولو لپاره د  سپینې ماڼۍ او کانګرس  په  یوې لوبې کې   امریکا ترجیح ورکړ  له جامعې ایټمی موافقې   په بهر کې د بندیزونو  په سختولو سره هماغه راز پر خپلو سټراټژیکو بندیزونو  ټینګار  وکړی .  امریکا ، چې  له ۱۳۵۸لمریز کال راهسې  ئې  دایران په ضد  خپلو تصویب شوو بندیزونو ته دوام  ورکړی ، د کاتسا په څیر دبندیز او دبشری حقوقو  دخلاف ورزۍ  په پلمه  او یا  له ترهه ګرۍ څخه  دایران د ملاتړ د  ادعا په پلمه     په نوی سیاست سره   عملا  د دوهمې لړۍ  بندیزونو ته  هم  په نوو رودو سره   دوام ورکوی  او پیاوړی کوئې ئې . 

 نو  پوښتنه دا ده چې  آیا په دغه کلنګ اخستنې  کې   له ایرانه  دامریکا ټوله غوښتنې خلاصه کیږی ،؟،  نو ددغې پوښتنې ځواب هم روښآنه  دی ،  امریکا  یو ځل بیا دایران پر ملت  دمسلط کیدا  دخوب په پوره کیدا پسې ده.

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  یونیم کال مخکې هم   همدې موضوع ته په ژورې کتنې سره  وئیلی وو ، چې   دغه  جامعه ایټمی موافقه  دمونږ لپاره  یوه مثال او  یوه تجروبه   شوه ، په ظاهر کې  ژمنې ورکوی ، په غوړې ژبې   سره  نرمې خبرې کوی ، خو په عمل کې دسیسې جوړوی او ورانکاریو ته دوام ورکوی ،  او دکارونو دپرمختګ   خنډ کیږی . 

 خو امریکا باید تجروبه  ترلاسه کړی وی چې  د ایران اسلامی جمهوریت به یوه داسې لاره وټاکی ، چې   ګټې او راتلونکی ئې  تضمین شی او  په جامعې ایټمی موافقې کې  دامریکا دسناریوګانو  په نظر کې په نیولو سرهبه  له هغو سره  متناسب سیاستونه غوره کړی .