ایران د بانکی اړیکو دنه اسانتیا په دلیل په پاکستان نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66155-ایران_د_بانکی_اړیکو_دنه_اسانتیا_په_دلیل_په_پاکستان_نیوکه_وکړه
هنر دوست همداراز د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکی پروژې نه اجرایی کیدا ته په اشارې سره زیاته کړه پاکستان ته د ایران د ګازو انتقال د سیمې څیره بدلولې شوه ، خو د بیلا بیلو او نامشخصو دلیلونو په وجه دغه طرحه تراوسه نده عملیاتی شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2018 10:42 Asia/Kabul
  • ایران د بانکی اړیکو دنه اسانتیا په دلیل په پاکستان نیوکه وکړه

هنر دوست همداراز د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکی پروژې نه اجرایی کیدا ته په اشارې سره زیاته کړه پاکستان ته د ایران د ګازو انتقال د سیمې څیره بدلولې شوه ، خو د بیلا بیلو او نامشخصو دلیلونو په وجه دغه طرحه تراوسه نده عملیاتی شوی .

 

د ایرنا له راپور سره سم په پاکستان کې د اسلامی ایران سفیر د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګازی نل لیکی د بشپړیدا او بانکی اړیکو په سره پیلیدا کې د پاکستان په ځنډ نیوکه وکړه .

ښاغلی مهدی هنردوست په اسلام اباد کې د پاکستان ، ایران او عربستان د اوسنیو اړیکو د چیلنجونو د جاج په غونډه کی  د اسلام اباد د محافظه کارۍ په دلیل د ایران او پاکستان د ارتباط د کانال په ټینګولو کې په ځنډ په نیوکې سره وویل ایراتن د نړۍ له ډیرو هیوادونو سره  بانکی او تجارتی تعاملات لری  خو دغه ستونزه تراوسه پاکستان او ایران ترمینځ نده اواره شوی .

هنر دوست همداراز د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکی پروژې نه اجرایی کیدا ته په اشارې سره زیاته کړه  پاکستان ته د ایران د ګازو انتقال د سیمې څیره بدلولې شوه ، خو د بیلا بیلو او نامشخصو دلیلونو په وجه دغه طرحه تراوسه نده عملیاتی شوی .

 پاکستان ته له ایرانه د ګازو د رسولو طرحه کلونه کیږی چی بیل شوی ده خو د بیلا بیلو هیوادونو د لاس وهنې په دلیل  په پاکستان کې د هغې اجرا ځنډولی ده .

ښاغلی هنر دوست په تیرو دو کلونو کې په لوړو سویو  د دوو اړخیزو تعاملاتو زیاتیدا د اړیکو پراختیا ته د دواړو لورو د دلچسپۍ او ګروهنې ښوددونکی وبلله او جوته یې کړه چی سیاسی او دیپلوماټیکی اړیکی او په بیلا بیلو زمینو کې د تهران او اسلام اباد ملګرتیاوې ډیرې دی خو د بیلا بیلو دلایلو په وجه د تجارتی اړیکو اندازه راضی کونکی نده .  

له بلي خوا د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی ویلی دی چی د ایران او پاکستان د ګازو نل لیکه څنګته شوی نده اوخپل ځای باتې او  دوام به ولری