د امریکې او بریطانیې کړنلاره پر یمن د تیري کونکو ملګرتیا ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66453-د_امریکې_او_بریطانیې_کړنلاره_پر_یمن_د_تیري_کونکو_ملګرتیا_ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په تیرو دریو کالو کښې په امنیت شورا کښې د امریکې او انګلستان کړنلاره غیر رغنده او په یمن باندې تیري کونکو ته د رواوالي د وربخښلو په لړ کښې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 15:54 Asia/Kabul
  • د امریکې او بریطانیې کړنلاره پر یمن د تیري کونکو ملګرتیا ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په تیرو دریو کالو کښې په امنیت شورا کښې د امریکې او انګلستان کړنلاره غیر رغنده او په یمن باندې تیري کونکو ته د رواوالي د وربخښلو په لړ کښې وه.

بهرام قاسمي د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د روسیې د وړاندیزي پریکړه لیک د تصویبیدو په غبرګون کښې چې له مخې یې د کارپوهانو د کمیټې کار یو کال نور تمدید شو، زیاته کړه: لکه څنګه چې تصور کیده، د انګلستان وړاندیزي پریکړه لیک د هغه د غیرحقیقت پسندۍ په وجه د خپلو بنسټګرو لپاره هیڅ ګټه نه درلوده او په نړیوال ډګر او د ملګرو ملتو کښې خصوصاً د امریکې لپاره یوه بله ماتې وګرځیدله.

قاسمي په یمن باندې د تیري په دریم کال د دغه اسلامي هیواد د ولس خلاف د دوامدارو حملو او جنګ جوړونو له ادامې د سختې اندیښنې په ښودلو سره، د بهرنیو ځواکونو د تیري او جنګ جوړونو او د زرګونو بیګناه انسانانو د وژلې د بندلولو لپاره د نړیوالې ټولنې د پریکنده اقدام په ضرورت ټينګار وکړ.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په امنیت شورا کښې د ځینو هیوادونو غلط کړچار ته په اشارې سره څرګنده کړه: په تیرو دریو کالو کښې په امنیت شورا کښې د امریکې او بریطانیې کړچار له غلطیو ډک او ورانی جوړونکی پاتې شوی او د جنګ د ختمولو لپاره د دې نړیوال ارګانو د کارولو پر ځاې، یوازې د تیري د روا ګڼلو او پر جنګي جنایتونو د برغولي ایښودو په لړ کښې کارول شوی دی.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتو امنیت شورا تیره دوشنبه د یمن په خلاف د دوو پریکړه لیکونو د مسودو د څیړلو په موخه غونډه جوړه کړه چې د ۲۰۱۹ کال تر فرورۍ پورې پر یمن د وسلو د بندیزونو د تمدید لپاره د روسیې د وړاندې کړي پریکړه لیک مسوده د دغه ارګان د ټولو دائمو او نادائمو غړو په مثبتې راې سره تصویب شوه.