د ایران د کب د ۹ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66509-د_ایران_د_کب_د_۹_نیټې_مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی ټرمپ ته پته ده چی د ایټمی موافقې په شلولو سره به لګښت ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2018 11:34 Asia/Kabul
  •  د ایران د کب د ۹ نیټې مطبوعات

د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی ټرمپ ته پته ده چی د ایټمی موافقې په شلولو سره به لګښت ورکړی .

 

جمهوری اسلامی

 

په امنیت شورا کې د ایران او یمن پرضد د پریکړه لیک په تصویبولو کې د امریکا او انګلستان ناکامی انعکاس درلودلی دی .

 

د روسیې خارذجه وزیر وایی د برجام لغوه کول به ډیر خطرناک وی .

 

د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی ټرمپ ته پته ده چی د ایټمی موافقې په شلولو سره به لګښت ورکړی .

 

د امریکې او بریطانیې کړنلاره پر یمن د تیري کونکو ملګرتیا ده . بهرام قاسمي د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د روسیې د وړاندیزي پریکړه لیک د تصویبیدو په غبرګون کښې چې له مخې یې د کارپوهانو د کمیټې کار یو کال نور تمدید شو، زیاته کړه: لکه څنګه چې تصور کیده، د انګلستان وړاندیزي پریکړه لیک د هغه د غیرحقیقت پسندۍ په وجه د خپلو بنسټګرو لپاره هیڅ ګټه نه درلوده او په نړیوال ډګر او د ملګرو ملتو کښې خصوصاً د امریکې لپاره یوه بله ماتې وګرځیدله.

 

قاسمي په یمن باندې د تیري په دریم کال د دغه اسلامي هیواد د ولس خلاف د دوامدارو حملو او جنګ جوړونو له ادامې د سختې اندیښنې په ښودلو سره، د بهرنیو ځواکونو د تیري او جنګ جوړونو او د زرګونو بیګناه انسانانو د وژلې د بندلولو لپاره د نړیوالې ټولنې د پریکنده اقدام په ضرورت ټينګار وکړ.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په امنیت شورا کښې د ځینو هیوادونو غلط کړچار ته په اشارې سره څرګنده کړه: په تیرو دریو کالو کښې په امنیت شورا کښې د امریکې او بریطانیې کړچار له غلطیو ډک او ورانی جوړونکی پاتې شوی او د جنګ د ختمولو لپاره د دې نړیوال ارګانو د کارولو پر ځاې، یوازې د تیري د روا ګڼلو او پر جنګي جنایتونو د برغولي ایښودو په لړ کښې کارول شوی دی.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتو امنیت شورا تیره دوشنبه د یمن په خلاف د دوو پریکړه لیکونو د مسودو د څیړلو په موخه غونډه جوړه کړه چې د ۲۰۱۹ کال تر فرورۍ پورې پر یمن د وسلو د بندیزونو د تمدید لپاره د روسیې د وړاندې کړي پریکړه لیک مسوده د دغه ارګان د ټولو دائمو او نادائمو غړو په مثبتې راې سره تصویب شوه.

 

کیهان

 

د انګلستان ګوزار خته لاړ ، روسیې ایرانی ضد پریکړه لیک وټو کړ .

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او د ملي امنيت د کمېشن مشر وويل: نيواکي قدس شريف ته د امريکې د سفارت په وړلو کښې د دغه هېواد د ولسمشر له بې وقوفانه اقدام سره مخالفت ډېر جدي دے .

په تیرو  ۷ کلونو کې دداعش پروژې د سوریې خلکو ته ۵۰۰ میلیارډ ډالره تاوان روسلی دی .

د واشنګټن او اسلام آباد ترمېنځ د تاوتريخوالي له زياتېدو سره په يو وخت لوړ رتبه امريکائي پلاوے له پاکستاني چارواکو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته لاړ .

د ایران خارجه وزیر ظريف امريکا او برطانيه په يمن کښې د سعودي او اماراتو په جنايتونو کښې شريک وبلل . محمد جواد ظريف په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د ايران په خلاف د پرېکړليک د تصويب لپاره د امريکې او برطانيې ناکام کوشش ته په اشارې سره يو ځل بيا تاکيد وکړ: د يمن د بحران د هواري يوازېنۍ حل لار خبرې اترې او په دغه هېواد کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول دي.

هغه واضحه کړه: په يمن کښې د سعودي او اماراتو په جنګي جنايتونو کښې د امريکې او برطانيې په ملګرتيا باندې د پردې اچولو لپاره د امنيت په شورا کښې د هغوي هلو ځلو د کمزورۍ له رويه ماتې وخوړه.

د ايران خارجه وزير دا خبره په ګوته کړه چې د يمن د بحران په شروع کېدو سره ايران د ډزبندۍ، امداد رسونې، خبرو اترو او د يو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او هم دغه لاره د يمن د بحران يوازېنۍ حل لاره ده نه د فوځي کاميابۍ توهم يا تور لګونې.

وړمه شپه برطانيې د امنيت شورا ته د يو پرېکړ ليک مسوده يوړه چې د يمن د بحران په رامنځته کولو کښې د سعودي او اماراتو کردار ته بې له څه اشارې يې په دغه بحران کښې د ايران له رول څخه اندېښنه څرګندوله.

روسيې او درې نورو هېوادونو په دې باندې په تاکيد سره چې دغه پرېکړليک يو اړخيز او په ايران باندې د دباو راوړلو په مقصد برابر کړے شوے دے اود يمن په نښتو کښې د ايران د کردار ادا کولو په اړه څه ثابت شوي شواهد موجود نه دي ورسره يې مخالفت وکړ او د روسيې په وېټو سره د برطانيې وړانديزي پرېکړليک د امنيت د شورا له اېجنډې څخه بهر شو.

 

افغانستان د ګولن درست ښونځی ترکیې ته وسپرل .

د شاباک پخوانی مشر وویل نتانیاهو  ستر فسادونه لری باید سملاسی استعفا ورکړی .

د امریکا خلکو د امنیت د نیشتوالی په اعتراض کی  د فلوریډا د ایالتی  کانګرس په وړاندی غونډه وکړه .

 

وطن امروز

 

د عربستان باچا د څو هم ځل لپاره د هیواد د پوځی او سیاسی چارواکو د لیری کولو حکمونه صادر کړل ، دې ځل د عربستان د پوځ د قوماندانانو وار وو . د سعودی عربستان ال سعود رژیم چې له سختو داخلی اختلافاتو سره مخ دی په یوه حکم کښې د هوایی ځواک مشر جنرال محمد بن عوض سحیم له خپلې څوکۍ لیرې کړ  او دغه راز جنرال عبدالرحمان بن صالح البنیان یې هم دوسله والو ځواکونو له مشری څخه لیری کړی دی او دغه دواړه پوځی چارواکی یې په زوره متقاعد کړی هم  دی .

دسعودی عربستان حکومت میجر جنرال فیاض بن حامد الرویلی ته دجنرال څوکۍ په ورکولو سره هغه د هوایی ځواک دپخوانی مشر جنرال سحیم پرځاې ټاکلی دی .

دسعودی عربستان باچا دغه راز د الجوف والی شاهزاده فهد بن بندر عبدالعزیز هم له خپلې څوکۍ لیری کړی دی او پرځاې یې بندر بن سلطان چې په امریکا کښې د عربستان سفیر وو نوی والی ټاکلی دی .

دسعودی عربستان باچا دغه راز شاهزاده ترکی بن طلال بن عبدالعزیز هم د عسیر سیمې والی ټاکلی دی .

دسعودی عربستان حکومت دغه راز شاهزاده فیصل بن فهد بن مقرن بن عبدالعزیز هم د سرحدی سیمې د والی دنائب په توګه ټاکلی دی .

په سعودی عربستان کښې د واکمنې ال سعود کورنۍ دغړیو ترمینځ اختلافات خپل اوج ته رسیدلی دی او هره شیبه د کودتا احتمال شته .

ترهه ګرو د د سوریې په غوطه شرقی کی  په وتونکیو خلکو ډزې کوی .

د پاکستان حکومت په خپله خوښه خپل هېواد ته د افغان کډوالو پر ستنېدو له ټينګار سره ويلي چې دغه کډوال په زور نه وباسي .

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسيي مرستيال وويل: د ايران په خلاف د پرېکړليک په صادرېدو کښې د امريکې ماتې د اسلامي جمهوريت د اقتدار يوه بله نښه ده.

د ټیلرسن او سپينې ماڼۍ ترمینځ اختلافات ډیر زیات شوي دی .  ټرمپ د انډیوالانو او د امریکا د حکومت د ځینو غړو ترمینځ د قدرت د جنګ په دوام کښې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بیا هم د دغې وزارتخانې په چارو کښې په دخالتونو نیوکه وکړه.

امير عبداللهيان وایی  ايران اجازه نه ورکوي صهيونېسټان د سيمي له امنيت سره لوبې وکړي . په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر مرستيال دې ته په اشارې سره چې صهيونېسټانو د سوريې په ختيځې غوطه سيمه کښې انساني غميزه رامنځته کړې ده وويل: ايران اجازه نه ورکوي چې صهيونېسټان د اېشيا د لويديځ له امنيت سره لوبې وکړي.

 

اطلاعات

 

روسیې د یمن په اړه د امنیت شورا ایرانی ضد پریکړه لیک وتو کړ .

 

د عربستان د باچا په حکم  د عربستان د پوځی قوماندانانو د څنګته کیدا څپه پیل شوی ده .

د ایران خارجه وزیر طریف ویلی دی ټرمپ برجام د شلولو په لګښت ښه خبر دې .

 د ملګرو ملتو سرمنشی ګوترش له ایټمی وسلو د خلاصون لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه .

د عربستان په پوځ کې د ښځو ګمارل ازاد شول .

د لبنان حزب ا... ویلی دی د فارس خلیج د عربانو ملګرتیا د قدس په مسله کې امریکا سپین سترګی کړی ده .

رویټرز لیکی چی شمالی کوریا د توغندوی ازموینې لپاره چمتو کیږی .

د نواز شریف ورور ، شهباز شریف د پاکستان د واکمن ګوند قایم مقام مشر شو .

چین د امریکا او د شمالی کوریا ترمینځ دخبرو هرکلی وکړ . د چین د باندنیو چارو دوزارت ویندوی «لوکانګ په پیکینګ کښې په خبرې کانفرنس کښې وویل دغه هیواد د شمالی کوریا او دجنوبی کوریا ترمینځ د اړیکو دښه کیدا  هرکلی کوی .

هغه وویل د اړیکو ښه کیدل د شمالی کوریا او دامریکا د چارواکو ترمینځ د خبرو له پرمختګ سره اړه لری .

دچین دبهرنیو  چارو د وزارت ویندوی وویل امریکا او شمالی کوریا باید د اړیکو دښه کیدا ، په سیمه کښې د حالاتو د حل او دغه راز په کوریا ټاپووزمې کښې د ثبات او دصلحې د ساتلو لپاره په پرله پسې ډول هڅو ته دوام ورکړی .

په تیرو دوواونیو کښې په جنوبی کوریا کښې د اولمپیک په ژمی لوبو کښې د شمالی کوریا د پلاوی له ګډون وروسته د شمالی او دجنوبی کوریا چارواکو د تاوتریخوالی دکمولواو د اړیکو د ښه کیدا غوښتنه کړی ده .

امریکا د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  له نوی ستراتیژۍ او د شمالی کوریا د توغندوی ازموینو دمخنیوی په بلمه په کوریا ټاپووزمې کښې د کړکیچ په زیاتولو سره  دشمالی او دجنوبی کوریا ترمینځ خبرې اترې پیچلی کړی دی .

د شمالی کوریا  دلوړرتبه پلاوی مشر «کیم یونګ چول» سئول ته په سفر کښې د جنوبی کوریا د ملی امنیت له لوړرتبه سلاکار «چونګ یویی یونګ» سره په کتنې کښې وویل پیانګ یانګ په ځلونو له امریکا سره خبرو ته ګروهنه اعلان کړی ده .

خو امریکا ویلی دی په هغو خبرو کښې به ګډون وکړی چې د شمالی کوریا د اټومی بې وسلې سبب شی .