د ایران په اړه دملګروملتونو راپور هیڅ ارزښت نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66637-د_ایران_په_اړه_دملګروملتونو_راپور_هیڅ_ارزښت_نلری
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی په ایران کښې د بشری حقوقود حالت په اړه د ملګروملتونو د سرمنشی «انتونیو ګوتریش »وروستی راپور ته په غبرګون کښې وویل دغه راپور ناانډوله دی او ډیرې غلطیانې لری او دایران داسلامی جمهوریت له نظره هغه هیڅ ارزښت او اعتبار نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2018 02:13 Asia/Kabul
  • په دغه راپور کښې په ایران اسلامي جمهوریت کښې په  پرمختګونو ، او  دبشري حقوقو په اقداماتو سترګې پټې شوي دي .
    په دغه راپور کښې په ایران اسلامي جمهوریت کښې په پرمختګونو ، او دبشري حقوقو په اقداماتو سترګې پټې شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی په ایران کښې د بشری حقوقود حالت په اړه د ملګروملتونو د سرمنشی «انتونیو ګوتریش »وروستی راپور ته په غبرګون کښې وویل دغه راپور ناانډوله دی او ډیرې غلطیانې لری او دایران داسلامی جمهوریت له نظره هغه هیڅ ارزښت او اعتبار نلری .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې په ایران کښې دبشری حقوقو د حالت په اړه دملګروملتونو د سرمنشی د راپور په برابرولو کښې له بشپړه اعتبار نه لرونکو ، ناسمو او غیر باوری سرچینو او اطلاعاتو استفاده شوی ده وویل په دغه راپور کښې په ایران اسلامی جمهوریت کښې په  پرمختګونو ، او  دبشری حقوقو په اقداماتو سترګې پټې شوی دی .

هغه وویل د ایران داسلامی جمهوریت د حکومت پریکنده اراده د  هیواد داساسی قانون او داسلامی مترقی اصولو پراساس د ښاریزو د بشری حقوقو د مقام ډیر  لوړول دی .

د ملګروملتونو سرمنشی « انتونیو ګوتریش »دامریکا دسیاستونو په لړ کښې څه موده مخکې د بشری حقوقو شورا ته په یوه(۱) راپور کښې په هغه څه چې په ایران کښې یې  د بشری حقوقو خلاف ورزۍ بللی ده اندیښنه څرګنده کړی ده .

دلویدیځو هیوادونو له نظره بشری حقوق د سلطې دنظام دمخالفو او دخپلواکه هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو او په دغو هیوادونو کښې د نفوذ لپاره په یو(۱) ډول نرم قدرت بدل شوی دی .