د اسلامی ایران په دفاعی توان هیڅکله خبرې نه کیږی
ایت ا... خاتمی په یمن کې د عربستان جنایتونو ته په اشارې سره ، دغه هیواد د بیګناه خلکو قتل ګاه وبلله او جوته یې کړه د ال سعودو رژیم هماغه راز په هغه هیواد کې چی ناروغی ، قحطی او لوږه د یمن د مظلومو خلکو ژوند ګواښی ، خپلو جنایتونو او وژلو ته دوام ورکوی.
د تهران موقته جمعې امام ایت ا... احمد خاتمی وویل ایران هماغه راز د توغندی په شمول د دفاعی تجهیزاتو جوړولو او دفاعی توان په ډګر کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی او په دغه وس هیڅکله خبرې نه کیږ ی .
ایت ا... خاتمی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د هیواد د دفاعی توان په اړه د اسلامی ایران د چارواکو له بیا ټینګار په قدرونې سره زیاته کړه ایران په دغه ډګر کې له هیڅ هیواده اجازه نه اخلی او د دفاعی توان په زیاتولو کې به هڅه وکړی .
ایت ا... خاتمی په یمن کې د عربستان جنایتونو ته په اشارې سره ، دغه هیواد د بیګناه خلکو قتل ګاه وبلله او جوته یې کړه د ال سعودو رژیم هماغه راز په هغه هیواد کې چی ناروغی ، قحطی او لوږه د یمن د مظلومو خلکو ژوند ګواښی ، خپلو جنایتونو او وژلو ته دوام ورکوی.
ښاغلی خاتمی بحرین د نړۍ تر ټولو ستر سیاسی زندان وباله او ویې ویل چی بحرین د دغه هیواد د خدای غواړو خلکو لپاره په ستر زندان بدل شوی او هره ورځ بحرینی ځوانان په اعدام ، عمر قید او اوږدوجیلونو محکومیږی .
هفغه زیاته کړه ډیر ژر به د بحرینی مظلومانو وینه د ال خلیفه رژیم په نابودۍ سره نتیجه ورکړی تاو د بحرین ملت به ازاد شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د بودایی افراطیانو په لاس د زرګونو میانماری مسلمانانو وژلې ته په اشارې سره له ملګرو ملتو ، د بشری حقوقو له اورګانونو او نړیوالو بشر دوستانه ټولنو وغوښتل د دغو جنایتونو او وژلو مخنیوې دې وکړی .