دایران دفاعی موضوع یوه هیوادسره هم هیڅ اړه نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66773-دایران_دفاعی_موضوع_یوه_هیوادسره_هم_هیڅ_اړه_نه_لری
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار وئیلی ، دفاعی چمتووالی د هر یوه ملت دلومړنیو حقوقو برخه ده چې بل یو هیواد هم دایران او یابل یوه هیواد لپاره دندې نشی ټاکلی ، پر دې اساس دا چې ایران کوم توغندی ولری ، دا چاره دایران داسلامی جمهوریت پخپل اختیار کې ده او هرکله چې ئې سمه وګڼی دا کار کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 04, 2018 10:40 Asia/Kabul
  • دایران دفاعی موضوع یوه هیوادسره هم هیڅ اړه نه لری

په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار وئیلی ، دفاعی چمتووالی د هر یوه ملت دلومړنیو حقوقو برخه ده چې بل یو هیواد هم دایران او یابل یوه هیواد لپاره دندې نشی ټاکلی ، پر دې اساس دا چې ایران کوم توغندی ولری ، دا چاره دایران داسلامی جمهوریت پخپل اختیار کې ده او هرکله چې ئې سمه وګڼی دا کار کوی .

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب د معظم لارښود  سلاکار علی اکبر ولایتی   په تهران کې د خبریالانو په ټول کې  دایران داسلامی جمهوریت  د توغندوی او پوځی قدرت په زمینې کې  دځینو هیوادونو د دریځ نیونې په باب  وئیلی دی ، ا یران  یو خپلواکه هیواد دی  او   هر ډول چې ئې  صلاح وګڼی  په توغندی اوی ا بلې هرې دفاعی وسیلې سره  له ځانه  دفاع کولی شی . 

  علی اکبر ولایتی  روښانه کړې ،  اسلامی ایران  دسیمې دهیوادونو  د وسلو د دنګل  په وړاندې  بې پروا نشی پاتیکیدلی ، په داسې حال کې  چې  ایران  دسیمې  یو خورا ستر او مهم هیواد دی .

  په نړیوالو چارو کې  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار  وئیلی ، دفاعی چمتووالی  د هر یوه ملت  دلومړنیو حقوقو برخه ده چې  بل یو هیواد هم  دایران او یابل یوه هیواد لپاره دندې نشی ټاکلی ، پر دې اساس  دا چې  ایران   کوم توغندی ولری ، دا چاره  دایران داسلامی جمهوریت  پخپل اختیار کې ده  او  هرکله چې  ئې سمه وګڼی  دا کار کوی .  هغه همداراز ټینګار کړی ،  یقین ولرئ  ، اسلامی ایران  له دې سره په ارتباط کې چې  د توغندی  او یا غیر توغندی پشمول   دکلاسیکو وسلو په حوزې کې  څرنګه دفاعی  وسلې ولرل شی ،  هیچا ته د   لاسوهنې اجازت نه ورکوی .