ايران د سيمې د ثبات لپاره د چين له ملګرتيا هرکلے کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66851-ايران_د_سيمې_د_ثبات_لپاره_د_چين_له_ملګرتيا_هرکلے_کوي
په بيجېنګ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير په دې باندې په تاکيد سره چې پياوړے او امن مېنځنے ختيځ د ايران ترجيح ده وويل: چين د ايران او نورو سيمه ايزو قوتونو په ملګرتيا سره په مينځني ختيځ کښې د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره مرسته کولې شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 05, 2018 17:30 Asia/Kabul
  • ايران د سيمې د ثبات لپاره د چين له ملګرتيا هرکلے کوي

په بيجېنګ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير په دې باندې په تاکيد سره چې پياوړے او امن مېنځنے ختيځ د ايران ترجيح ده وويل: چين د ايران او نورو سيمه ايزو قوتونو په ملګرتيا سره په مينځني ختيځ کښې د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره مرسته کولې شي.

د ايسنا د رپوټ له مخې علي اصغر خاجي له ګلوبل ټائمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې زياته کړه، ايران د نړيوالې صلحې، څواړخيزه ګروهنې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په شان سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو په سر له روسيې او چين سره د نظر اتفاق لري، نو ځکه د دغو تعلقات مضبوطول ضروري دي.

په بيجېنګ کښې د ايران سفير د دې په بيانولو سره چې ايران په ۲۰۱۶ کال کښې له چين سره جامع سټراټيجک مشارکت رامنځته کړ وويل: چين په تپل شوي اتۀ کلن جنګ او ناعالانه بنديزونو کښې د ايران دوست ؤ او د ايران د ملت ترڅنګه ټينګ اودرېد، نو ځکه ايران باوري دے چې ختيځ په رغانده توګه له نړيوالو صلح ايزو، پاثباته او څو اړخيزو تعلقاتو له رامنځته کولو سره مرسته کولې شي.