ظريف: پکار دي د ښځو په خلاف ظلم او تبعيض ونه شي
د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل: پکار دي اجازه ورنکړې شي د پېغمبراکرم (ص) په نامه د ټولنې د نيمائي نفوسو يعنې ښځو په خلاف ظلم او تبعيض وشي.
محمد جواد ظريف نن ښځې او پائېداره صلح او امنيت نومې نړيواله غونډه کښې وويل: پکار دي په مينځني ختيځ سيمه او ټولنه کښې کرکه او تاوتريخوالے خپل ځاے د مينې، محبت او برابرۍ کلتور ته ورکړي.
ظريف د مينې، محبت او برابرۍ کلتور د ټولو الهي دينونو کلتور وبلۀ او وې ويل: له ښځو او مائندو نه زيات بل څوک کېدې شي چې دغه ګډه پوهه يعنې د مينې، محبت او برابرۍ کلتور د بشريت ټولنې ته وروپېژني.
د ايران خارجه وزير تاکيد وکړ: پکار دي ټول دې درک او پوهې ته ورسي چې که د تاوتريخوالي، تشدد، حذفولو او کرکې کلتور ومنلې شي نو پکار دي خلق د تشدد او تندلاريتوب کتونکي او قربانيان هم وي.
د ايران د دېپلومېسۍ د ادارې مشر د ښځو په خلاف د تشدد په باره کښې تاکيد وکړ، ټوله دنيا د ښځو په خلاف له تشدد څخه رنځيږي او ضرورت د دې خبرې دے چې په نړيواله سطح په ګډ فکر او ملګرتيا سره دغه نړيوال مشکل هوار کړي.ښځې او پائېداره صلح او امنيت نومې نړيواله غونډه نن په تهران کښې د ولسمشرۍ د ښځو او کورنۍ د چارو د معاونت په کورباتوب شروع شوه او د يوې بيانيې په صادرولو سره ختمه شوه.
په دغه غونډه کښې د لبنان، بنګلادېش، افغانستان، انډونېشيا، پاکستان او هندوستان په شان هېوادونو څخه فعالانو ښځو ګډون وکړ.