د ایران او عراق اړیکې سټراټيجکې دي
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران او عراق اړیکې (سټراټیجکې) دي، څرګنده کړه: دواړو هیوادونو تل د یو بل په ملګرتیا سره، له استعمار سره مقابله کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې علي اکبر ولایتي له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سلاکاري مرستو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: په عراق کښې د ایراني سلاکارانو شتون د دغه هیواد په غوښتنه و.
هغه څرګنده کړه چې د عراق دفاع د ایران دنده ده.
ښاغلي ولایتي همداشان وویل: امریکا په عراق کښې د خپل شیطاني نفوذ په لټه کښې ده خو کامیابه به نه شي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د یمن کړکیچ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د یمن خلک د امریکې د زیاته غوښتنې په وجه وژل کیږي خو همدا خلک به بلآخره بریالي شي.